لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: بمي چاؤدنې ٢١ تنه وژلي دي


افغان چارواکي وايي دافغانستان دهلمند ولايت په گرم سير اولسوالۍ کې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنه کې ٢١ اولسي وگړي وژل شوي او يو شمير نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه د زیارت په ورځ رامينځته شوې ده.
په هلمند ولايت کې دافغاني ځواکونو يو کمانډر جنرال شيرمحمد ددغه پيښې پړه پر طالبانو اچولې ده او وايي دا دهاغو خلکو کار دى چې غواړي دهيواد امن ته خنډان راولاړ کړي.
دهلمند دپوليسو مشر اسدالله شيرزاد خبريالانو ته ويلي دي په وژل شوؤ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې په يو ټريکټر دوادۀ لپاره روان وؤ
دافغانستان ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي دپيښې پخلى کړى او ويلي يې دي په دغه پيښه کې پنځه کسان ژوبل شوي هم دي.
دافغانستان ددفاع وزارت په يو بل بيان کې ويلي دي دزيارت په ورځ دهلمند ولايت په نادعلي اولسوالۍ کې هم دپوليسو دگاډي سره نزدې دسړک دغاړې په يوه بله بمي چاؤدنه کې پنځه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
تيره مياشت په هلمند ولايت کې دطالبانو دله مينځه وړلو لپاره دامريکا او برټانيې پوځيانو ستر عمليات پيل کړي وؤ چې تر دې مهاله دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG