لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور او بنو ځانمرگي بريدونو کې ١٦ کسان وژل شوي


د صوبه سرحد په سرښار پيښور کې دبمي چاؤدنې او په بنو سيمه کې دپوليسو په تاڼه دځانمرگي بريد له امله لږ ترلږه ١٦ کسان وژل شوي او د١٠٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دخالي په ورځ دسرښار پيښور دصدر بازار په فخرعالم روډ ديو شخصي بانک مخې ته په موټر کې دايښودل شوؤ چاؤديدونکو موادو دانفجار له امله ٨ کسان ووژل شول او ٧٦ نور ژوبل شوي دي.
دغه بمي چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې خواؤشا ولاړ په لسگونو گاډي تباه شوي او دنزدې کورونو شيشې ماتې شوي دي.
دپوليس سرچينو له مخې دچاؤدنې څخه وروستو پوليسو دوه شکمن کسان دچاؤدنې په تور نيولي او نامعلوم ځايې ته يې دپلټنو په موخه منتقل کړي دي.
په کوم ځايې کې چې دغه چاؤدنه شوې هلته تجارتي مرکزونه ، شخصي دفترونه، دبينکونو ودانۍ او په گڼ شمير کې دوکانونه موجود دي، چرته چې روزانه په گڼ شمير خلک دخپلو اړتياوؤ ترسره کولو دپاره ورځي.
دمحلي پوليسو مشر يا سي سي پي او لياقت علي خان منلې ده چې دپيښې دځايې څخه يې ځينې شکمن کسان نيولي دي.
خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي وويل ترهه گرو دوړاندې څخه پلان جوړ کړى ؤ چې دروژې يا اختر په موقع په پيښور کې دورانکارۍ کومه بده پيښه رامينځته کړي ، خو دپوليسو دچمتو اوسيدنې له امله دخپل پلان په ترسره کولو کې نۀ وؤ بريالي شوي.
په دغه پيښه کې ژوبل شوي ټول کسان دپيښور ليډي ريډنگ او نورو لويو روغتونونو ته رسول شوي او په ټولو سترو روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
څو مياشتې وړاندې دپيښور په پرل کانټيننټل هوټل دترسره شوي ځانمرگي بريد څخه وروستو په پيښور کې دا لمړۍ بمي چاؤدنه ده چې په زياته پيمانه يې مرگ ژوبله اړولې او دسيمې خلک يې دسختې ويرې ترهې سره مخ کړي دي.
دپيښور دپيښور مشر غفور اپريدي ددغه پيښې دجزئياتو بيانولو په مهال ډيوه راډيو ته وويل په چاؤدنه کې لږ ترلږه ١٠٠ کلو گرامه چاؤديدونکي مواد کارول شوي دي.
هغه وويل ژوبل کسان هسپتال ته وړل شوي او داسې اطلاعات لري چې دزياترو ژوبلو وضعيت مرگونى دى ، ځکه نو فعلاً نۀ شي ويلى چې څومره کسان په دغه پيښه کې وژل شوي دي.
دزرداري دوينا له مخې حکومت به دبې گناه خلکو په وژنه کې دککړو او هيواد دښمنو عناصرو په ضد کوټلي گامونه اخلي.
بل لوري ته دصوبه سرحد وزيراعلي حيدرهوتي په دغه بمي چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو لپاره ديو کس پسر ددریو لکو او دژوبل پسرد يو ، يو لک روپو دمرستې ورکولو اعلان کړى دى.
اخوا دصوبه سرحد په بنو سيمه کې هم نن سحر يو ځانمرگي بريد کوونکي دپوليسو په تاڼه بريد ترسره کړى چې پکې ٦ کسان وژل شوي او په لسگونو نور ژوبل شوي دي.
په ژوبل شوؤ کې ٢٤ پوليس هم شامل دي.
ددغه بريد په مهال په په تاڼه کې دمليشه ځواکونو په گډون تر ٢٠٠ؤ پورې عسکر موجود وؤ.
دپوليسو وينا ده چې ددغه بريد له امله په حوالات کې بند دوه بنديان هم وژل شوي دي.
ضلعي پوليس افسر اقبال خان مروت ويلي دي چې ځانمرگي بريد کوونکي تاڼې ته ددننه ننوتلو هڅه وکړه خو په مرکزي دروازه کې پرې ولاړو پوليسو ډزې پيل کړې چې له دې وروستو يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
بل لوري ته طالب مشر قاري حسين ادعا کړې ده چې دپوليسو په تاڼه دغه بريد دپاکستاني طالبانو غورځنگ ترسره کړى دى.
دوه ورځې وړاندې هم په بنو کې په حکومت پلوه ځايې دامن کميټې په کاروان تندلارو بريد کړى ؤ او ١١ کسان يې وژلي وؤ.
بايد وويل شي بنو دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان سره نزدې موقيت لري، دپاکستاني او امريکايي چارواکو له مخې دغلته القاعده او طالبانو دترهه گرۍ مرکزونه جوړ کړي دي.
دزيارت په ورځ په شمالي وزيرستان کې دشکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو په بريد کې ١٢ کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG