لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میا افتخار حسین : ترهگرو تر ختميدو به عمليات دوام ولري


د صوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وايي د ترهگرو لخوا دپيښور او بنو کې دترسره شوؤ ترهگريزو بريدونو په څير دناوړه عملونو څخه ويريدونکي نۀ دي بلکې دجنگيالو به په نره مقابله کوي.
په پيښور کې دترسره شوې بمي چاؤدنې څخه وروسته ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړۍ مرکه کې ميا افتخار حسين وويل دبنو او پيښور چاؤدنې په دره ادم خيل او خيبرايجنسۍ کې دروانو پوځي عملياتو غبرگون کيدلى شي.
هغه زياته کړه دوروستي ترهگر تر ختميدو به دهغوي په ضد عمليات دوام ولري.
ميا افتخار حسين وويل چې دملاکنډ دعملياتو په مهال هم ترهگرو هم دغه رقم ترهه گريز فعاليتونه ترسره کړي وؤ خو اوس دغلته دترهگرو ملا ماته کړل شوې ده.
ميا افتخار وويل چې دترهه گرو سره جگړه دکومې صوبې يا حکومت ځانله نۀ بلکې دټولې نړۍ مسؤليت دى.
ښاغلي افتخار وويل اولس ته تحفظ ورکول دحکومت مسؤليت دى او دوروستي ترهه گر تر ختميدو به په قلاره نۀ کښينو او هغوي به خپل انجام ته رسوؤ.
افتخار حسين وويل په دغه رقم ترهگريزو فعاليتونو مونږ نۀ ويريږو او اولس ته به نورې قربانۍ هم ورکول وي.
همدغه راز دصوبې مشر وزير بشير احمد بلور هم په پيښور کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې ترهه گر گوريلايي جگړه کوي او حکومت به دهغوي څخه په يو صورت کې هم ونۀ ويريږي.
بشير احمد بلور وويل چې په سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ خو دځانمرگي بريدونو مخه نيول گران کار دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG