لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پيښور او بنو په چاؤدنو کې دوژل شوؤ شميره ٢٤ؤ ته رسيدلې ده


د صوبه سرحد په سرښار پيښور کې دبمي چاؤدنې او بنو سيمه کې په ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٢٤ؤ ته رسيدلې ده.
دخالي په ورځ لمړى ځانمرگى بريد په بنو سيمه کې دپوليسو په يوه تاڼه او څو ساعته وروسته يوه بمي چاؤدنه دصوبه سرحد دسرښار پيښور په صدر سيمه کې ديو شخصي بانک څخه بهر شوې وه.
دپيښور ډي سي او صاحب زاده محمد انيس خبريالانو ته ويلي دي په روغتون کې پروت يو بل ژوبل تن هم ساه ورکړې ده چې ددې سره دوژل شوؤ کسانو شميره ١١ؤ ته رسيدلې او د٧٠ؤ څخه زيات نور ژوبل دي.
همدغه راز بيگاه په بنو کې هم دپوليسو دتباه کړل شوې تاڼې دملبې څخه نور٤ مړي راويستل شوي چې ددې سره په دغه ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٣ؤ ته رسيدلې ده.
په بنو کې دپوليسو يو مشر نظيف خان خبريالانوسره په خبرو کې ددغه شميرې دپخلي کولو په ترڅ کې وويل په وژل شوؤ کې ٩ پوليس او ٤ اولسي خلک شامل دي.
دبنو دپوليسو مشر محمد اقبال مروت ويلي دي دډي اين اى معائنې لپاره دخلکو دبدن غړي او نورې برخې ليږدول شوي ترڅو دځانمرگي پيژندگلو وشي.
په پيښور او بنو کې ددغو ځانمرگيو بريدونو څخه وروستو پوليس دورانکارۍ دنورو پيښو دمخنيوي لپاره چمتو کړل شوي او پيښور ته نور عسکر هم استول شوي دي.
دپيښور دپوليسو مشر يا سي سي پي او لياقت علي خان ويلي دي په پيښور او دصوبې په نورو برخو کې پوليسو ته دامنيتي تدابير سختولو امر شوى دى
لياقت علي خان وويل هغه دخپلې ذاتي رايې په بنياد دا ويلى شي چې تيره ورځ په پيښور کې ترسره شوى بريد په خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو غبرگون ؤ.

XS
SM
MD
LG