لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هولبروک : د لندن غونډه افغانستان لپاره دملاتړ ترلاسه کولو ښه موقعه ده


د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دجمهوررئيس براک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هالبروک ويلي دي په لندن کې په 28مه جنورۍ کيدونکې غونډه کې امريکا او نورو هيوادونو ته به دافغانستان لپاره دملاتړ ترلاسه کولو يوه ښه موقعه په لاس ورشي.
دامريکا دسناء دبهرنيو اړيکو دکميټې په وړاندې ځانگړي استازي رچرډ هالبروک او دبرټانيې دبهرنيو چارو وزير ډيوډ ملي بينډ بيانونه ورکړل.
په لندن کې کيدونکې ددغه غونډې له لارې به په افغانستان کې دامريکا او ناټو په مشرۍ کارکوونکي پوځ ايساف، ملگرو ملتونو او دنړۍ نورو هيوادونو ته ديو ځايې کښيناستو موقع په لاس ورشي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن او رچرډ هالبروک به هم په دغه غونډه کې گډون کوي.
هيله کيږي ددغه غونډې په مهال به دستر کومک او امدادونو ژمنې وشي او دغيرپوځي امداد داستعمال يو واضحه عکس به مخې ته راشي.
رچرډ هالبروک وويل تير کال دجمهوررئيس براک اوباما لخوا افغانستان ته دنورو 30ؤ زرو پوځيانو دليږو دپريکړې څخه وروستو ضروري شوې ده چې ټول پخپلو کې کښيني او دراتلونکې لپاره تگلاره وټاکي.
هغه وويل مونږ دبرټانيې دوزيراعظم گورډن براؤن، دبهرنيو چارو وزير ډيوډ ملي بينډ او دحکومت څخه يې مننه کوؤ چې مونږ ته يې لندن ته دراتللو بلنه راکړه .
په کابل کې دطالبانو داوسنيو بريدونو باوجود رچرډ هالبروک د ددرغلۍ او نورو ستونزو په هکله دکابل وضعيت ډاډمند وگرځولو.
هغه وويل دا ژمنه نۀ کوي چې گنې په افغانستان کې به درغلۍ سبا ختمې شي ، دغه کار ممکن نۀ دى اودافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى په يواځې ځان ددرغليو ستونزه نۀ شي هوارولى.
رچرډ هالبروک وويل دکومې ورځې څخه چې نوې انتظاميې کار پيل کړى دى ماته دکابل وضعيت دټول کال په پرتله اوس په نظر ښه راځي او مونږ ته چې کوم وضعيت په ميراث کې ترلاسه شوى ؤ هغه زيات خراب ؤ.
رچرډ هالبروک وويل دلندن دغونډې څخه وروستو دروان کال په اخره کې په کابل کې يو بين المللي غونډه کيږي چې پکې به افغان حکومت دافغانستان داولس په وړاندې په باقاعده توگه دخپلو ژمنو اعلان کوي.
دبرټانيې دبهرنيو چارو وزير ډيوډ ملي بينډ دامريکايي سناء پينل ته وويل افغاني ځواکونو ته به دملکي سلامتۍ مسؤليت منتقل کول يو مهم گام وي.
په افغانستان کې د درغلۍ په اړه امريکايي کانگريس او اوباما انتظاميه انديښنې لري.
په جمهوررئيس کرزي فشار اچول کيږي چې هغه ددغه ستونزې لپاره دهواري راوباسي.
دسناء دکميټۍ مشر ډيموکريټ جان کيري وويل په کابل او دافغانستان په ولايتونو کې اداري نظام ښه کول ضروري دي.
هغه وويل د ددرغليو له امله هر کال افغانستان ته ددوه نيمو اربو ډالرو زيان رسيږي.
په افغانستان کې خلک دبې روزگارۍ او بې ثباتۍ څخه زيات ددرغلۍ په اړه انديښنې لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG