لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : تښتول شوؤ کسانو څخه 50 خوشې کړل شوي دي


<!-- IMAGE -->

شکمنو جنگيالو تيره ورځ دپاکستان دقبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ څخه تښتول شوؤ 60ؤ کسانو څخه 50 راخوشې کړي او 10 کسان يې دځان سره ساتلي دي.
يو مقامي انتظامي چارواکي ممتاز خان بهرني خبري اژانس سره په دغه هکله دخبرو په مهال وئيلي دي دتندلارو څخه دنورو 10ؤ کسانو راخوشې کولو لپاره دجنگيالو او قبائيلي مشرانو ترمينځ خبرې روانې دي او باور کيږي دغه تښتول شوي کسان دواپډې سره تعلق لري.
ممتاز خان وويل تندلاري ددغو 10ؤ کسانو په پريښودو راضي نۀ ښکاري خو مونږ دهغوي دراخوشې کولو لپاره ټولې ممکنه هڅې کوؤ او دا مهال په دغه غرض تندلارو سره دقبائيلي مشرانو له لارې خبرې پيل شوي ديس.
داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې 40 کسان طالبانو پخپله خوښه پريښي،10 ترې په تيښته کې بريالي شوي او پاتې نورو 10ؤ کسانو سره قومي شناختي کارډونه نۀ وؤ چې له دې امله دغه کسان طالبانو نيولي او تپوس پوښتنې ترې کوي.
دتښتول شوؤ کسانو په هکله تيره ورځ دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي وؤ يو شمير جنگيالو چې په درنه وسله سمبال وؤ په کرمه ايجنسۍ کې يې لمړى دواپډا يو گاډى اودرولو او په دغه گاډي کې ناست څلور کسان يې وتښتول چې په هغې کې دوه دواپډا ملازمين او دوه عام وگړي وؤ.
ددغه پيښې څخه لږ ساعت وروسته پاړه چنار ته سفر کوونکو داولسي خلکو يو کاروان چې پکې گڼ شمير گاډي شامل وؤ تندلارو ونيولو چې ټوله په ټوله يې 60 کسان دځان سره بوتللي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG