لاس رسیدونکی لینک

 
د افغانستان بانک وايي د افغانۍ د ثبات دپاره کوښښونه کوي
تازه خبر

د افغانستان بانک وايي د افغانۍ د ثبات دپاره کوښښونه کوي


د افغانۍ د ثبات دپاره د افغانستان بانک د خپلو هلوځلو دغه خبره د نهې، سه شنبې،‌ په ورځ په یو بیان کې وکړه
د افغانۍ د ثبات دپاره د افغانستان بانک د خپلو هلوځلو دغه خبره د نهې، سه شنبې،‌ په ورځ په یو بیان کې وکړه

د ډالر په مقابل کې د افغانۍ د غورځېدو وروسته د افغانستان مرکزي بېنک، د افغانستان بانک، ویلي افغانۍ د ثبات دپاره یې کوښښونه شروع کړي دي.

د افغانۍ د ثبات دپاره د افغانستان بانک د خپلو هلوځلو دغه خبره د نهې، سه شنبې،‌ په ورځ په یو بیان کې وکړه.

رویټرز وايي د افغانستان بانک د بیان نه یوه ورځ وړاندې د ډالر په مقابل کې افغانۍ 12 فیصد غورځېدلې وه.

د رپورټ ترمخه افغانستان نه د خارجي ځواکونو د وتلو وروسته د افغانستان اقتصاد د نسکورېدو څنډې ته رسېدلی دی او د خوراکي شیانو او د تېلو قیموته ختلي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د افغانستان بانک وویل دافغانۍ د ثبات دپاره یې د کرنسۍ تاجرانو، د تجارتي بېنکونو نمایندګانو او کاروباري کسانو سره خبرې کړي دي.

د افغانستان بانک وویل د سټرېټیجک تګلارې په بنیاد بېنک همېشه د داسې ډول ګامونو نه ډډه کړې ده چې په نتیجه کې یې په کرنسۍ کې بې ثباتي راشي او د خلکو قوت خرید ته زیان ورسي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې وویل په ارګ کې د طالبانو د وزیراعظم د اقتصادي چارو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ کې په یوه غونډه کې د افغانۍ د ثبات دپاره په ګامونو غور وشو.

د بیان ترمخه په غوڼده کې فېصله وشوه چې د ډالر د قاچاق او د جعلي افغانۍ د وېش مخنیوي دپاره دې هم ګامونه واخیستل شي.

طالبانو ویلي د افغانۍ د ثبات دپاره یې په افغانستان کې په تجارتي لېن دېن کې د غېرملکي کرنسۍ په استعمال یې هم پابندي لګولې ده.

د وي او ای د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال مولوي عبدلسلام حنفي د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې دېني عالمانو، ځايي چارواکو او امنیتي ځواکونو ته امر شوی دی چې د غېرملکي کرنسیو د استعمال مخنیوی دې وکړي.

د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه افغانۍ د ثبات دپاره د ګامونو په نتېجه کې افغانۍ څه لږ ډیر قدر ترلاسه کړی و او د شورو، چهارشنبې، په ورځ د افغانستان بانک د یو ډالر قېمت یوسل او لس اشاریه شپږ څلوېښت افغانۍ ټاکلی و خو د اشنا څانګې رپورټ وايي په ځینو ولایتونو کې د کرنسۍ په مارکېټونو کې ډالر د افغانستان بانک د قېمت نه په زیاته بېعه کې خرڅېدلو.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د افغانۍ د غورځېدلو بحران په ورستیو ورځو کې شروع شوی دی او په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه مخکې د یو ډالر بېعه اووه اویه افغانۍ وه، یوه هفته وړاندې یو ډالر په اووه نوي افغانیو بدلېدلو خو د ګل، دوشنبې، په ورځ د ډالر بېعه یو سل او پنځوېشت افغانیو ته ورسېدلې وه.

د رویټرز د رپورټ ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانۍ قدر راختلی و او د یو سل پنځوېشت په ځای یو ډالر د یوسل او څلوارلسو نه تر یو سل پنځرسلو افغانیو پورې بدلېدلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG