لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بګرام نه ۱۱ طالبان د درې یرغمل شوي هندي وګړو په بدل خوشي شوي


د رپورونو تر مخه د افغانستان بګرام بندي خانې نه ۱۱ طالب بندیان د دریو یرغمل شوي هندي وګړو په بدل کې خوشي کړی شوي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د طالبانو ځینو ذریعو ویلي د بندیانو دغه تبادله د افغانستان په بغلان ویلایت کې ترسره شوي. په ۱۱ خوشي کړی شوي طالبانو کې دوه پخواني والیان هم شامل دي. په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونو کې لیدل کیږي چې وسله وال خوشي کړی شوو طالبانو ته هرکلی وايي.

د وي او ای لخوا چې کله د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نه د بندیانو په دغه تبادله پوښتنه وشوه نو نوموړي په ځواب کې ویلي:٫٫ ما په دغې اړه څه معلومات نه دي ترلاسه کړي چې کله څه معلومات ترلاسه کړم بیا به يې شریک کړم.٬٬

یرغمل شوي هندي وګړي تیر کال د افغانستان بغلان ولایت نه هغه مهال تښتول شوي وو کله چې دوي په دغه ولایت کې د بجلۍ یو سټیشن لپاره د ودانۍ جوړیدو په پروژه کار کوو. د اتوار یا یکشنبې په ورځ خوشي کړی شوي درې هندي وګړو سره څلور نور ملګري هم یرغمل شوي وو چې پکې یو د راون کال می په میاشت کې د طالبانو نه په تېښته کې کامیاب شوی او هندوستان ته ستون شوی. خو د پاتې دریو یرغمل شوو لا څه درک نه دی معلوم.

د افغانستان بغلان ولایت یو شمیر ولسوالۍ یا خو د افغان طالبانو په قبضه کې دي او یا پرې سختې جګړې روانې دي.

امریکايي چارواکي او طالبان په اسلام اباد کې :

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د طالبانو سره د بندیانو د تبادلې خبر په اسلام اباد کې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغان طالبانو د مشرانو تر منځه د امکاني ملاقات وروسته راغلی.

تر دې دمه دا نه ده معلومه چې ایا د بندیانو دغه تبادله په اسلام اباد کې د خبرو اترو تنیجه ده او که نه.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د افغان طالبانو سره تر یو کال پورې روانې د سولې خبرې اترې تیره میاشت ناڅافه ځنډولو وروسته وېل کیږي د امریکايي استازي او طالبانو تر منځه دا لومړۍ خبرې اترې دي.

د افغانستان د خارجه چارو مرستیال وزیر ادریس زمان د خالي یا شنبې په ورځ اسلام اباد ته د طالبانو د سفر په اړه ویلي وو چې وسله وال طالبان په دغه سفر کې د امریکايي استازي سره د خبرو اترو بيا پېلولو په سره نه بلکه د هغه غربي یرغمل شوو په سر خبرې کوي چې د طالبانو سره دي.

د ښاغلي زمان اشاره هغه امریکايي پروفیسر او د هغه اسټریلیايي ملګري ته وه څوک چې درې کاله وړاندې د کابل نه تښتول شوي.

۶۰ کلن امریکايي کیون کنګ او ۴۸ کلن اسټریلیايي تیموتي وییکس د کابل په امریکايي پوهنتون کې استازان وو چې وسله والو په کال ۲۰۱۶م کې د اګست په میاشت کې د پوهنتون نه تښتولي.

تر دې دمه نه خو امریکايي چارواکو او نه هم وسله والو طالبانو په ښکاره دا منلي چې دواړه ډلو تیره اونۍ په پاکستان کې نېغ په نېغه خبرې اترې کړي. خو ځیني پاکستاني چاروکود ملاقاتونو پخلی کړی.

د وسله والو طالبانو د سرچینو تر مخه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر په اسلام اباد کې د خپلو ډلو په مشرۍ کې یو شمیر ناستې کړي.

د سرچینو تر مخه په افغانستان کې د خارجي عسکرو امریکايي کمانډر جنرال سکاټ مېلر هم د زلمي خلیلزاد سره په دغه ناستو کې ګډون کړی.

په اسلام اباد کې امریکايي سفارت که څه هم د خلیلزاد د پاکستان د سفر پخلی کوي، خو په دې خبره ټینګار کوي چې د نوموړي دغه سفر د پاکستاني چارواکو سره د خپل منځي رابطو یوه سلسله ده.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځه دقطر په سرښار دوحه کې د خبرو اترو نهه پړاونه ترسره شوي وو او داسې وېل کیدل چې دواړه ډلې د سولې موافقې لاسلیک کولو ته نژدې شوي. خو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د طالبانو لخوا په کابل کې د یو برید وروسته ده خبرې اترې وځنډولې. د طالبانو په دغه برید کې د یو شمیر افغانانو په شمول امریکايي عسکر هم وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG