لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا افغان حکومت ته په کار ده چې لا هم د طالبانو ځواب ته په تمه وي؟


په افغانستان کې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی
په افغانستان کې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی

واشنگټن ـ په افغانستان کې د حکومتي قواوو پر ضد د طالبانو جگړه دوام لري، او دغې ډلې گواښ کړی دی چې خپلو بریدونو ته لاپسې زور ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت لا هم په دې تمه دی چې گني طالبان به یې د سولې وړاندیز ته ځواب ورکړي. کارپوهان په دې اړه چې آیا کابل چارواکو ته په کار ده چې لا هم د سولې وړاندیز ژوندی وساتي او د طالبانو د ځواب په تمه اوسي او که نه، بیلابېل نظریات لري.

په فروري میاشت کې افغان صدر، محمد اشرف غني، طالبانو ته د بلاقید او شرط خبرو وړاندیز وکړ، او پر دې سربېره یې هغو ته دا چانس ورکړ چې د یو مشروع سیاسي گوند په توگه دې راڅرگند شي.

طالبانو وروسته له هغه چې د هېواد په لویدیځو او مرکزي سیمو کې سختې جگړې پیلې کړلې، ملکي وگړو ته گواښ وکړ چې په پلازمینه کابل کې دې له حکومتي ودانیو ځانونه لېري وساتي، ځکه طالبان په پام کې لري چې پر هغو اهدافو حملې وکړي.

طالبانو یو بیان خپور کړ او په هغه کې ویل شوي و دوی «پلان لري چې دالخندق عملیاتو په لړ کې د دښمن په دغو مراکزو بریدونه ترسره کړي.»

د طالبانو له دې بیان څخه یوه میاشت مخکې، د جنوري پر ٢٨مه په کابل کې یوه ستره چاودنه وشوه چې په کې له سلو کسانو زیات ووژل شول. د هغې حملې پړه، طالبانو پر غاړه واخیستله.

د طالبانو د مهال یو پخواني چارواکي او سیاسي څیړونکي، وحید مژده، له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې یقین وښود چې طالبان به د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر نشي، مگر دا چې ړومبی له امریکې سره هوکړې ته ورسیږي. ښاغلي مژده زیاته کړه چې: «طالبان غواړي دا ووایي چې افغان حکومت بې ارزښته او یو گوډاگی دی، او وړاندیز یې د ځواب ارزښت هم نه لري.»

د مې پر ٩مه، په کابل ښار کې دوه ځانمرگې چاودنې وشوې. دلته د یوې چاودنې له ځایه چې د پولیسو سټېشن و، لوگي پورته کیږي
د مې پر ٩مه، په کابل ښار کې دوه ځانمرگې چاودنې وشوې. دلته د یوې چاودنې له ځایه چې د پولیسو سټېشن و، لوگي پورته کیږي

بل پلو په امریکې کې مېشت افغان څیړونکی، محمد جواد رحیمي، وایي چې د سولې د وړاندیز په اړوند له طالبانو نه د ځواب تمه، هسې یو تش خیال دی.

ښاغلي رحیمي امریکا غږ ته په خبرو کې وویل: « په کار ده چې افغان حکومت، د خپلو نړېوالو متحدینو سره په همکارۍ، په ټول هېواد کې د طالبانو ضد کلک پوځي عملیات وکړي، ځکه د سولې وړاندیز به یې هیڅ کله ځواب نشي.»

محمد جواد رحیمي دا هم وویل چې وروستیو بریدونو ته په کتلو دا په ډاگه کیږي چې طالبان د ایران او پاکستان د لاس آله ده او هره ورځ بې گناه افغانان وژني. د رحیمي په وینا، «افغان حکومت ته په کار ده چې د خپلو ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې له ایران او پاکستان سره مذاکرات وکړي څو په افغانستان کې تشدد ختم شي، ځکه همدا دوه هېوادونه دي چې په افغانستان کې ترهگري زیږوي او هغه پالي.»

د یادونې وړ ده چې ایران او پاکستان دواړه په افغانستان کې د یاغي ډلو د ملاتړ تورونه، ردوي.

د افغان پوځ یو پخوانی جنرال، امر الله امان، وایي چې طالبان په ډېرو څانگو ویشل شوي دي، او ځیني یې د افغان حکومت پرضد جگړه کوي.

جنرال امان امریکا غږ ته وویل: «له کله نه چې طالبانو د عمري او الخندق عملیات پیل کړي، دا ښیي چې یاغیان په یرغلیز حالت کې او افغان حکومت په دفاعي حالت کې دی. افغان حکومت باید هغه طالبان چې د تشدد لمن نیسي، له پښو وغورځوي.»

د امریکې د قامي سلامتیا په چارو کې د صدر ټرمپ سلاکار، جان بولټن، د اپرېل پر ٩مه په سپینه ماڼۍ کې
د امریکې د قامي سلامتیا په چارو کې د صدر ټرمپ سلاکار، جان بولټن، د اپرېل پر ٩مه په سپینه ماڼۍ کې

امریکا د افغان حکومت د وړاندیز ملاتړ کوي

د امریکې د صدر، ډانلډ ټرمپ اداره پر دې ټکي ټینگار کوي چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانونو ترواک لاندې د سولې د پروسې ملاتړې ده.

د امریکې د قامي سلامتیا سلاکار، جان بولټن، امریکا غږ ته وویل چې امریکا غواړي افغانستان د سولې په بهير کې سرلاری اوسي. بولټن زیاته کړه: «موږ به وگورو چې طالبان او ټولې نورې بېلابېلې ډلې چې افغان حکومت ته یې گواښ پیښ کړی دی، آیا په رښتیا سره داسې مذاکراتو ته لېواله دي چې نتیجه یې سوله وي، او که نه.»

طالبان غواړي چې له امریکې سره نیغ په نیغه خبرو ته کښیني، خو متحده ایالاتو دا غوښتنه رده کړې ده.

په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ د ناټو د قواوو مشر، جنرال جان نېلکسن تېره اونۍ وویل چې دوی او نړېواله ټولنه غواړي د افغانستان جگړه په سولې ختمه شي، خو جنرال نېکلسن زیاته کړله چې «تر هغه وخته به موږ د اړتیا په صورت کې، له تاسو (افغانانو) سره ودریږو او سولې ته تر رسېدو به، تاسو سره اوږه به اوږه جگړه وکړو.»

د سولې وړاندیز لا هم شته

که څه هم طالبانو تر اوسه کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو افغان حکومت وایي چې د سولې وړاندیز لا پرځای دی او "دا هغه څه دي چې ولس یې غواړي".

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال، امریکا غږ ته وویل چې: «موږ د بلاقید او شرط سولې غږ اوچت کړ. هغه ډلې چې افغانانې دي او غواړي سوله وکړي، پر مخ یې دروازې پرانیستې دي. خو افغان حکومت به له جگړه مارانو سره جنگ وکړي.»

د افغانستان د سولې عالي شورا دا دعوه کوي چې له طالبانو سره لا هم د سولې د خبرو اترو چانس شته. د دغې شورا ویاند، احسان طاهري، امریکا غږ ته وویل: «د رسنیو د رپوټونو په گډون، د هغو رپورټونو پر بنسټ چې موږ له مختلفو ذرایعو ترلاسه کړي دي، طالبانو، یا د وسله والو مخالفینو مشرانو، پخپل منځ کې پر دې خبرې پیلې کړي چې له افغان حکومت سره به څنگه مذاکرات کوي.»

بل پلو بیا د سولې د عالي شورا مرستیال، عطا الرحمن سلیم، وایي چې طالبان به هرو مرو د سولې له بهیر سره یوځای کیږي. کله چې مو له ښاغلي سلیم څخه وپوښتل چې آیا د سولې عالي شورا به د طالبانو ځواب ته لا هم په تمه پاته شي او کنه؟ د هغه ځواب دا و: «بالکل. په کار ده چې پر طالبانو باندې لازم سیاسي، پوځي، او دیني فشارونه زیات کړل شي. ‏ژر یا وروسته به دا فشارونه اغیز وکړي او طالبان به په غیر د دې نه چې د سولې له بهیر سره ځای شي، بله چاره به نه لري.»

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG