لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان سفیر: طالبان د سیمې له نورو هېوادونو سره ښه تعلقات لري


په افغانستان کې د پاکستان سفیر، زاهد نصرالله خان، وایي چې طالبان د سیمې له هېوادونو سره ښه تعلقات لري خو پر طالبانو باندې د پاکستان نفوذ محدود دی.

ښاغلي نصرالله خان دا ټکی د ډېپلومات مجلې (میگزین) سره په یوه مرکه کې څرگند کړی او ویلي یې دي چې امریکا او پاته نړۍ باید په دې پوه شي چې افغانان آزادخیاله دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر پخپلې مرکې کې زیاته کړې ده چې په سیمه کې اوس داسې هېوادونه شته چې طالبان، په خاص ډول د هغو مشرتابه، ورسره ښه تعلقات ساتي.

خو افغان سیاسي او امنیتي څېړونکی، متقاعد جنرال جاوید کوهستاني، بیا وايي چې له ایران، روسیې، او چین سره هم د طالبانو اړیکې، همدې پاکستان وربرابرې کړي دي، او طالبان پخپله په مستقل ډول له نورو هېوادونو سره د تعلقات ساتلو وړتیا نه لري.

ښاغلي کوهستاني وي او اې ډېوه ته وویل چې "پاکستان پر طالبانو بشپړ واک لري، ځکه په پېښور، کوئټه، او کراچي کې د طالبانو فعالې کمیټې هم نېغ په نېغه د پاکستان د آئی اس آئی تر نظر لاندې فعالیت کوي”.

بل پلو په کابل کې د پاکستان سفیر، زاهد نصرالله خان ویلي چې: "ان کله چې په ١٩٨٩ کې شورویان ووتل، او موږ پر مجاهدینو پراخ نفوذ درلود ځکه په هغې نیابتي جگړې کې د هغو ترڅنگ ودریدو، هغو هېڅکله هم موږ ته غوږ ونه نیو او هیڅکله ونه توانېدل چې کومې هوکړې ته ورسیږي. بیا کله چې ملا عمر پر واک و او ۱۱/۹ وشو. پاکستان یواځېنی هېواد و چې د هغو حکومت یې په رسمیت پیژانده، حتی اماراتو او سعودي عرب لا ورته شا کړه، خو هغه (ملاعمر) هېڅکله موږ ته غوږ کېنښود."

یاده دې وي چې د طالبانو پخوانی مشر، ملا محمد عمر، د ځینو رپورټونو په حواله، په پاکستان کې ومړ، او د هغه ځای ناستی، ملا منصور هم د امریکاییانو د ډرون په یو برید کې، په پاکستان کې ووژل شو.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG