لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو مشران په نښه کړل


امریکایي پوځیان د هلمند په بُست پوځي اډې کې (کال ٢٠١٧)
امریکایي پوځیان د هلمند په بُست پوځي اډې کې (کال ٢٠١٧)

امریکایي ځواکونو ویلي دي چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالي کې یې د طالبانو د قوماندې او کنټرول یو مرکز چې د طالب مشرانو د راغونډېدو ځای و، په توپونو ویشتی دی.

په افغانستان کې مېشتو امریکایي پوځیانو یو بیان جاري کړی او په کې ویلي یې دي چې د طالبانو پر مشرانو دغه برید، نن د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ ترسره شوی او په هغه کې له پرمختللو وسلو کار اخیستل شوی دی.

په بیان کې همدا راز ویل شوي دي چې ویشتل شوې ودانۍ، د جگپوړو طالبانو د راغونډېدو ځای گڼل کېده، چېرته چې به هغو د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پر خلاف د حملو پلانونه جوړول.

امریکایي پوځیانو دا نه ده په ډاگه کړې چې په دې حملې کې څو تنه طالبان وژل شوي او نه یې هم په هغه ځای کې د راغونډو شوو طالب مشرانو نومونه په گوته کړي دي.

د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د امریکا د ضربتي قواوو مشر، بریدجنرال بنجامین واټسن ویلي چې دوی به د خپلو افغان ملگرو ملاتړ ته دوام ورکوي. واټسن زیاته کړې ده: «داسې بریدونه نه یواځې د طالبانو عملیات کمزوري کوي، بلکې زموږ شریکانو ته دا وړتیا ورکوي چې پر یو کمزوري دښمن باندې فشار اچولو ته دوام ورکړي.»

طالبانو لا تر اوسه په هلمند ولایت کې د امریکاییانو د ننني برید په باب څه نه دي ویلي.

طالبانو د اپریل میاشتې راهیسي په افغانستان کې خپل پسرلني عملیات د الخندق په نامه پیل کړي او په بیلابېلو ولایتونو کې یې حملې کړي دي، ځیني ولسوالۍ یې نیولي، خو تر اوسه د کوم مهم ښار په نیولو کې پاته راغلي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG