لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان طالبان د خپل حکومت د پیاوړي کولو دپاره پاکستان نه کسان راغواړي – واشنګټن پوسټ


ویل کیږي چې د مدرسو ځینو طالبانو ته د تعلیم نه رخصت ورکړل شوی چې افغانستان ته ولاړ شي

د امریکایي اخبار واشنګټن پوسټ خپور شوی یو وروستي راپور کې دعوه شوې چې په تېرو څلورو میاشتو کې په زرګونو جنګیالي او د طالبانو پلویان، د ملایانو او د افغان طالبانو د کمانډرانو په بلنه د پاکستان نه افغانستان ته تللي دي، چې په افغانستان باندې د طالبانو قبضه لا پیاوړې کړي.

واشنګټن پوسټ اخبار وایي چې دا راپور يې په افغانستان او پاکستان کې له یو شمېر اوسني او پخواني طالبانو سره د مرکو د مخې تیار کړی دی.

د راپور ترمخه، د طالبانو جګپوړو چارواکو په پاکستان کې د افغان کډوالو او د مدرسو د طالب العلمانو نه غوښتي چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته د طالبانو سره د امن په ساتلو کې مرسته وکړي.

یو پاکستاني طالب جنګیالي چې پاکستان کې طالبانو ته د کسانو په برتي کولو کې لاس لري، واشنګټن پوسټ اخبار ته د خپل نوم پټ ساتلو په شرط ویلي: "زمونږ زیاتره مجاهدینو ته وړاندیز وشو چې که غواړي افغانستان ته کډه وکړي، هلته به دوی ته دایمي اقامت (د استوګنې دستاوېزات) ورکړی شي."

راپور زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طالب جنګیالیو او د هغو د پلویانو تګ راتګ، د تعلیم، علاج، تربیې او جنګ دپاره، څه نوې خبره نده مګر سږ کال دا تګ راتګ ډېر سېوا شوی دی.

د افغانستان مخکېني حکومت به تل دا ویل چې پاکستان طالبانو ته ځای ورکوي، ملاتړ یې کوي او طالب جنګیالي له پاکستانه د جنګ دپاره افغانستان ته ځي، مګر پاکستاني چارواکو دا خبره نه منله.

واشنګټن پوسټ اخبار د طالبانو د کمانډرانو په حواله لیکلي چې د دوی د جنګیالیو شمېر شاوخوا پنځه اویا زره (۷۵۰۰۰) ته رسیږي، او په دې وروستو کې چې څه کسان د پاکستان نه ورغلي دي، شمېر یې د پنځه زرو او لس زرو (۱۰۰۰۰-۵۰۰۰) ترمنځ اټکل شوی دی.

د پاکستان د خارجه وزارت یو جګپوړي چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي چې افغانستان ته د زرګونو طالب جنګیالیو او پلویانو د تګ راپورونه "په مکمل طور بې بنیاده" دي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد پخوا د تګ راتګ دپاره هرځای کې خلاص و مګر اوس ټول اغزن تار لګول شوی او څوک ناقانونه نشي تېرېدی.

بل اړخ ته د قدرت الله په نوم د طالبانو یو جنګیالي ویلي: "کسان د برتي کېدو دپاره جومات، د تربیې کېمپونو، او مدرسو ته راغلل. اکثره طالب العلمان مخکې د دې چې خپل تعلیم ختم کړي او دستاربندي دستوره تېره کړي، افغانستان ته ولاړل. د هغه په وینا، سږکال ملایانو هم د خپلو مدرسو طالبانو ته رخصت ورکړ چې خپل تعلیم نیمګړی پرېږدي او افغانستان ته ولاړ شي.

واشنګټن پوسټ د داسې یو پخواني طالب چارواکي سره هم خبرې کړي چې د طالبانو په دې ګام یې تنقید کړی دی. هغه ویلي د طالبانو دا کوشش چې د پاکستان نه خلک افغانستان ته برتي کوي، "یوه خطا" ده. هغه زیاته کړې چې که دا کار جاري وي، نو په افغانستان کې به د طالبانو واکمني سره مخالفتونه نور هم زیات شي.

په افغانستان کې ډېری افغانان – که د طالبانو ملاتړ کوي او که یې ضد دي – خو هغو کسانو ته چې د پاکستان سره تعلق ساتي، د شک په سترګه ګوري.

د طالبانو د موقتې کابینې څو غړي په تېرو هفتو کې پاکستان ته ولاړل او د مدرسو له مشرانو سره یې هم وکتل. د طالبانو د لوړو زده کړو (هائیرایجوکېشن) نګران وزیر عبدالباقي حقاني پاکستان ته د خپلې وروستۍ دورې په مهال، حقانیه مدرسې ته ولاړ او هلته یې د مدرسې د مشر او د مولانا سمیع الحق د زوی سره وکتل.

همدا شان د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي پاکستان ته په خپلې وروستۍ دورې کې د مولانا فضل الرحمن سره لیدلي چې د ملاقات ویډیو یې په سوشل مېډیا کې وایرل شوه او ګڼ شمېر افغانانو ورته بېلابېل غبرګونونه وښودل.

XS
SM
MD
LG