لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان جګړه: وروستي جزییات، نړېوالې اندېښنې، او د سولې هڅې


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د طالبانو د حملو پرضد افغان کومانډو ځواکونو په پراخو عملیاتو لاس پورې کړی او یوازې په تېره یوه شپه و ورځ کې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو یو کم پنځه سوه و اتیا (۵۷۹) تنه وژلي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه شمېر طالبان په ننګرهار، لوګر، پکتیا، کندهار، هرات، فراه، جوزجان، سمنګان، هلمند، تخار، کندز او پنجشیر ولایتونو کې وژلي او همدا راز ۱۶۱ نور یې ور زخمیان کړي دي.

بل اړخ ته طالبانو نن دعوه کړې ده چې د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار یې نیولی دی. سمنګان د مزار شریف په لاره پروت دی، او د بغلان او کندز سره چې هلته هم جنګونه روان دي، ګډه پوله لري.

په بلخ ولایت کې هم جګړه روانه ده. د بلخ ختیځ ته کندز او لویدیځ ته یې جوزجان او سرپل ولایتونه پراته دي او دا درې واړه طالبانو قبضه کړي دي. د بلخ مرکز چې مزارشریف نومیږي، د افغانستان په شمال کې تر ټولو ستر ښار ګڼل کیږي. دې ښار ته څېرمه نن د کود و برق په سیمه کې جګړه روانه وه. طالبانو دعوه کړې ده چې هلته یې ډېر شمېر عسکر وژلي، خو بل پلو د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي چې په دهدادي کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ شوی او د کومانډو ځواکونو له خوا ګڼ شمېر طالبان وژل شوي او زخميان شوي دي. که څه هم دواړه اړخونه یو بل ته د سر درانه زیانونو اړوو دعوې کوي، خو کومې خپلواکې سرچینې دا شمېرې نه دي تایید کړي.

لښکرګاه ښار - د هوایي بمباریو نه څو شیبې وروسته
لښکرګاه ښار - د هوایي بمباریو نه څو شیبې وروسته

پخواني جهادي قوماندان او د بلخ پخواني والي جنرال عطا محمد نور چې د جمعیت اسلامي ګوند مشر هم دی، پرون اعلان وکړ چې په ټول بلخ ولایت کې یې عوامي اولسي ځواکونو ته امر کړی چې آماده وي او د حکومتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو مقابله وکړي. هغه ویلي چې تر مرګه پورې به د بلخ په دفاع کې د طالبانو مقابله وکړي.

بل پلو حکومتي چارواکو ویلي چې په هرات، کندهار، او هلمند ولایتونو کې یې په سرښارونو باندې د طالبانو حملې شنډې کړي او اوس هلته حالات بېرته په ښه کېدو روان دي. د هلمند په مرکز لښکرګاه باندې تازه هوایي بریدونه هم شوي او حکومت ویلي چې په دې هوایي بریدونو کې چې سهار او ماسپښین ترسره شوي، ۵۵ طالبان وژل شو ي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان دي. طالبانو بیا دعوه کړې چې ګني امریکاییانو په لښکرګاه بمباري کړې او په کې د عامو خلکو دوکانونه په نښه شوي دي.

بل پلو د بغلان ولایت په پلخمري ښار باندې هم طالبانو بېګا شپه برید کړی چې د ځایي چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونو او اولسي خلکو د طالبانو مقابله کړې او هغوی یې په شا تمبولي دي. د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد هم د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلی خو ویل کیږي چې له ماتې سره مخ شوي دي.

د افغانستان د داخله وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته ویلي: "په کندز، شبرغان، سرپل او سمنګان باندې د دښمن بریدونه دوام لري، له نېکه‌مرغه افغان ځواکونه د دوی پر وړاندې مقاومت کوي. کندز او ځینو نورو ښارونو کې پرمختګونه لرو او دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي. دښمن له فشار لیدو وروسته، مزار شریف او پلخمري ښارونو ته مخ کړې، خو هلته زموږ امنیتي کمربندونه مستحکم دي او د دښمن پر وړاندې مقاومت فوق‌العاده او دښمن ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده."

اولسي ځواکونه

په داسې حال کې چې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د طالبانو حملې جاري دي او طالبانو په وروستیو ورځو کې شاوخوا پنځه ښارونه نیولي دي، افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې د ملي پوځ او پولیسو ترڅنګ، اولسي خلک هم د طالبانو په وړاندې مقابلې دپاره آماده کړي.

د هرات، بلخ، جوزجان، او سرپل په شان ولایتونو کې، اولسي خلکو او پخوانیو جهادي ډلو د طالبانو په وړاندې مقابلې کې برخه اخیستې او دوی له دولت غواړي چې ورسره د وسلو او نورو سهولیاتو مرسته وکړي.

ځایي وسله والې ډلې چې د اولسي پاڅون په نوم هم یادیږي، په هرات کې د پخواني جهادي کمانډر اسماعیل خان د کور مخې ته
ځایي وسله والې ډلې چې د اولسي پاڅون په نوم هم یادیږي، په هرات کې د پخواني جهادي کمانډر اسماعیل خان د کور مخې ته

په همدې لړ کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی چې صدر اشرف غني نن د ګل/دوشنبې په ورځ د سیاسي او جهادي مشرانو او د پارلمان له مشرانو سره کتلي او پرېکړه یې کړې چې په تېزۍ سره دې د اولسي پاڅونونو یا اولسي مقاومتي ځواکونو سره مرستې وشي او هغوی دې تنظیم کړی شي.

د بشري ناورین په اړه نړېوالې اندېښنې

په افغانستان کې وروستیو جګړو په میلینونه افغانان اغېزمن کړي دي او له ګڼ شمېر ولایتونو نه چې هلته جګړې روانې دي، خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

د بشري چارو او بېړنیو مرستو د هماهنګۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د چارواکي مرستیال مارټین ګرېفېتس نن د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې په افغانستان کې د روانو بدو حالاتو په اړه سخت فکرمند دی. هغه زیاته کړې ده چې یوازې په تېره یوه میاشت کې په کندهار، هرات، او هلمند ولایتونو کې د زرو ۱۰۰۰ نه زیات عام خلک وژل شوي او زخمیان شوي دي.

مارټین ګرېفېتس وایي چې په افغانستان کې هره ورځ ماشومان، ښځې، او نارینه رنځونه ګالي او د تشدد، ناامنۍ، او ډار سره ژوند تېروي. هغه همدا راز ویلي چې د بشري امداد تنظیمونه په افغانستان کې پاته کېدو او خلکو ته د امدادونو رسولو ته ژمن دي، خو د جګړې په اړخونو غږ کوي چې د نړېوالو قوانینو او بشري حقونو خیال دې وساتي، او بشري تنظیمونو ته دې لاره ورکړي او ډاډ دې ورکړي چې دوی وکولای شي زیانمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

ملگرِي ملتونه وایي چې په جګړه کې زرګونه افغانان بېځایه شوي او د ماشومانو د حقونو خلاف ورزي روانه ده
ملگرِي ملتونه وایي چې په جګړه کې زرګونه افغانان بېځایه شوي او د ماشومانو د حقونو خلاف ورزي روانه ده

بل پلو د ماشومانو د تحفظ په برخه کې د ملګرو ملتونو تنظیم – یونېسف – د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو د حقونو د خلاف ورزیو په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده. یونېسف په یو بیان کې ویلي چې یوازې په تېرو ۷۲ ګنټو کې، کم از کم ۲۷ ماشومان په کندهار، خوست، او پکتیا ولایتونو کې وژل شوي او ۱۳۶ نور زخمیان شوي دي.

یونېسف زیاته کړې ده چې د ماشومانو په وړاندې تشدد او زورزیاتی په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتیږي. یونېسف په دې هم اندېښنه څرګنده کړې ده چې ګني وسله والې ډلې په افغانستان کې د جنګ دپاره اوس هم ماشومان برتي کوي او جګړې ته یې لیږي.

د سولې دپاره کوششونه

افغانستان کې په دې وروستیو هفتو کې جګړې تېزې شوي او د سولې پروسې ته چې په دوحه کې پیل شوې وه، اکثره خلک ناهیلي دي. که څه هم د سولې پروسه تر اوسه درېدلې ښکاري، خو په دې هفته کې به بیا هم د افغانستان د امن دپاره دوه مهمې غونډې وشي.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد دوڅط ته روان دی چې هلته د اېسکټنډډ-ټرویکا په نوم د یوې غونډې مشري وکړي او په دې غونډې کې به کوشش وشي چې د افغانستان د سولې پروسه چې په ټپه درېدلې ده، بېرته په حرکت راوستل شي.

بل اړخ ته د پاکستان خارجه دفتر د ګل/دوشنبې په ورځ ځایي اخبار اېکسپرس ټریبون ته وویل چې اسلام آباد هم ډېر ژر د ترکي، ایران، او چین په ګډون د سیمې د هېوادونو یوه غونډه جوړوي چې مقصد یې په افغانستان کې د یوې روغې جوړې په برخه کې مرسته کول دي.

په دوحه کې پیل شوې د امن خبرې اوس په ټپه درېدلې ښکاري
په دوحه کې پیل شوې د امن خبرې اوس په ټپه درېدلې ښکاري

په همدې مهال، د سي آی اې یو پخوانی چارواکی او د افغانستان-پاکستان د چارو څېړنکار بروس رایډل د فارن پالیسي مجلې ته په یو څېړنیز مضمون کې ویلي چې که څه هم امریکا تمه لري چې اسلام آباد به د طالبانو سره د امن مذاکرات کامیاب کړي، "خو دا ممکن نه ښکاري". بروس رایډل زیاته کړې ده، "د پاکستان د لاجسټیکي ملاتړ بغیر، طالبانو نشوی کولی دغه پراخې حملې چې اوس یې جاري کړي، دا دې ترسره کړي."

رایډل همدا راز وایي چې "آئی اېس آئی په دې خوشحاله ده چې له افغانستانه یې ټول خارجي قوتونه وایستل، او هدف یې اوس دا دی چې د افغانستان په حکومت او پوځ کې وارخطایي پیدا کړي."

پاکستان وخت ناوخت دا ویلي چې د یو پر امنه افغانستان غوښتونکی دی او په دې لاره کې کوشش کوي چې د سولې په پروسه کې مرسته وکړي. پاکستان دا نه مني چې ګني د افغان طالبانو سره د جګړې په برخه کې مرسته کوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۱۹ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG