افغان طالبان وايي د ننګرهار ولایت په لعل پوره ولسوالۍ کې د جوارو په یو پټي کې د پرتې زړې مارټر ګولې یاهاوان مرمۍ د چاودنې له امله نهه ماشومان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.
دغه پېېښه نن د ګل دوشنبې په ورځ د جنورۍ په لسمه د لعلپوری ولسوالۍ په یو کلي کې هغه وخت شوې چې یو کرونده ګر چې جوار یې پلورل یوه مارټر ګوله یا د هاوان زړه مرمۍپه زور وهلې چې له امله یې چاودنه شوې ده.
د اشنا وېب پاڼې ترمخه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د والي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي د ننګرهار ولايت بېګانانو کلي کې د جوارو پوليو پلورونکي له لوري د يوې زړې هاوان مرمۍ ټکولو له امله شوې چاودنه کې ژوبل څلور ماشومان د جلال اباد روغتون ته وړل شوي دي.
ننګرهار پاکستان ته نزدې سیمه ده چېرته چې داعش ډله له تېرو څو کلونو راهیسې فعاله ده او د اګست د پنځلسمې نېټې وروسته یې په طالبانو یوشمېر بریدونه هم کړي دي.
په افغانستان کې د جګړې څخه د پاتې د زړو بمونو او بارودي موادو چاودنې وخت په وخت کېږي چې اکثره یې ماشومان ښکار کېږي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونوادارې یونیسف په تیره نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په حواله ویلي و چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې460 ماشومان په جګړو کې وژل شویدي.
یونیسف په افغانستان کې په ناچاودل شویو موادو او په ځینو ځایونو کې د جګړې له کبله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په دوام اندیښنه ښودلې وه.
یونیسف تیره میاشت په خپل یو بل رپورټ کې وویلي چې د ۲۰۰۵ نه تر دا مهاله د نړۍ په پرتله په افغانستان کې تر ټولو زیات ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړېدلې.
د رپورټ ترمخه په تیرو 16 کلونو کې په دغه هیواد کې څه باندې ۲۸۵۰۰ ماشومان په وسله والو نښتو کې مړه او ټپیان شوي دي.
چې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۲۷ سلنه جوړېږي او اندېښنه یې ښودلی ممکنه ده د شمېرې نورې هم زیاتې وي.