لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د خالي په ورځ ټولټاکنې ترسره کيږي


 کانديوانو ته د صدارتي څوکۍ لپاره اجازه ميلاؤ شوې وه ولې د درې کانديدانو د شاته کېدو وروستو وس اته کسان په دغې زغل کې پاتې شوي دي .
کانديوانو ته د صدارتي څوکۍ لپاره اجازه ميلاؤ شوې وه ولې د درې کانديدانو د شاته کېدو وروستو وس اته کسان په دغې زغل کې پاتې شوي دي .
په داسې حال کې چې د شورو په ورځ افغانستان کې د ټاکنو د کمپائن وخت سرته رسېدلی ، او د صدارتي څوکۍ لپاره د ټاکنو په زغل کې اته کانديدان په مېدان کې دي ، د افغانستان دپاره د ملگرونو ملتونو د ستر سيکتر ځانگړي استازي په افغان وگړو غږ کړی چې په ووټونو کې پوره برخه واخلي .
د ملگرو ملتونو لخوا د افغانستان دپاره ځانگړي استازي جان کوبس په افغان وگړو غږ کړی چې دويي پوره حق لري چې په انتخابونو کې د راتلونکي وخت د پاره خپل مشر وټاکي .
نوموړي وئيلي ملکي وگړي دي چاته هم دغه اجازه ور نه کړي چې هغويې د ووټ اچولو د حق څخه محرومه کړي .
افغانستان کې طالبانو د ټاکنو د گډوډ کولو گواښ کړی ، او په ورستيو کې په انتخابي دفترو اود ټاکنو په مهال د ترسره شوؤ بريدونو پړه هم طالبانو په غاړه اخيستې ده .
جان کوبس وئيلي چې د ټاکنو په مهال د امنيت ځينې ستونزې مخې ته ضرور دي ولې نوموړي زياته کړې چې افغانستان کې د کال ۲۰۰۹ په پرتله دې ځل له د امنتيت کلک گامونه پورته کړی شوي ، او غوره ماحول جوړ دی .
هلته بيا د خالي په ورځ چې هېواد کې صدارتي ټاکنې کيږي ، د شورو په ورځ د صدارتي ټاکنو او ولايتي شوراگانو د کمپائن وخت سرته رسېدلی دی . دغه کمپائن د فرورۍ دمياشتې په دوهمه نېټه پېل شوی ؤ .
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون لخوا ۱۱ کانديوانو ته د صدارتي څوکۍ لپاره اجازه ميلاؤ شوې وه ولې د درې کانديدانو د شاته کېدو وروستو وس اته کسان په دغې زغل کې پاتې شوي دي .
په صدارتي کانديدانو کې اشرف غني احمدزی ، ډاکټرعبدالله عبدالله ، ډاکټر زلمی رسول ، گل اغا شېرزی ، عبدالرسول سياف ، قطب الدين هلال ، هدايت امين ارسلا او داؤد سلطان زوی شامل دي .
څيړونکي په دغو کانديدانو کې د صدارتي څوکۍ مضبوط اميدواران اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله گڼي ، او په درېم نمبر زلمی رسول ښودل کيږي .
راپورونه وايې د صدارتي څوکۍ کانديدان خپله دوه مياشتنۍ ټاکنيزه موده کې د افغانستان په ۳۴ صوبو کې يواځې ۱۴ صوبو ته ورغلي او خلکو ته يې خپل پروگرامونه وړاندې کړي دي .
ټاکل شوې د خالي په ورځ به د صدارتي څوکۍ او د ولايتي شوراگانو د ۲۶۰۰ څوکو دپاره سيالۍ کيږي .
د افغانستان د ټاکنود خپلواک کميسون ترمخه د صدارتي ټاکنو دپاره ۲۸۰۰۰ پولنگ سټېشنې جوړې کړی شوي او د صدارتي څوکۍ د برياليتوب دپاره کانديد ته پکارده چې هغه د ۵۰ فيصده نه زيات ووټونه واخلي . گنې په بل صورت کې به دوه وتلي کانديدان د انتخابونو په دوهم پړاؤ کې برخه اخلي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG