لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په غریبۍ ځپلي افغانستان کې د طالبانو نوي اقدامات او خلکو ته نصیحتونه


Taliban in Kabul - Taxi Drivers

طالبانو په دې وروستیو ورځو کې داسې خبرونه خپاره کړي چې څرګندوي د هغوی کسان کوشش کوي په معاشره کې ديني احکام پرځای کړي او د منکراتو نه مخنیوي وکړي.

په افغانستان کې واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو نه قریب پنځه میاشتې تېرې شوي او په دې موده کې له یو اړخه د افغانستان اقتصاد سخت ویجاړ شوی او میلینونه کسان حیران دي خپلو بچو ته له کومه خواړه پیدا کړي، او له بله اړخه هېڅ ملک تر اوسه د طالبانو حکومت ندی تسلیم کړی او له دې سوبه طالبان له سخت سیاسي فشار سره هم مخامخ دي.

طالبان که د حکومت کولو په نورو برخو کې څه کړي او که نه، خو مذهبي تګلارې یې د معاشرې په مختلفو برخو سیوری اچولی او اثرات یې ورځ تربلې ترسترګو کېدلی شي.

که د ېوې خوا طالبانو د جینکو سکولونه بند کړي، او په سرکاري ادارو کې یې د ښځو په کار بندیز لګولی، د بلې خوا په تېرو دوو ورځو کې سوشل مېډیا باندې داسې ویډیو راڅرګنده شوې چې هغه کې د طالبانو یو کس، ټېکسي ګاډي دروي، ډرایورانو ته نصیحتونه کوي چې ږیرې اوږدې کړي، "بې حجابه" زنانه دې په ګاډي کې نه پورته کوي، یوازې زنانه دې نه پورته کوي، او اوږد مزل کې دې ښځې چې محرم سړی ورسره نه وي، هم نه پورته کوي. یاد طالب ډراېورانو ته دا نصیحت هم کوي چې موسیقي ګني حرامه ده او په ګاډي کې دې موسیقي نه لګوي.

تر دې وړاندې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې هم نائي ګانو ته امر شوی و چې د خلکو د ږیرې په جوړولو کې دې د اسلامي احکامو خیال ساتي. همدا راز ویل کیږي چې په ځینو سیمو کې یې د ښځو په عمومي حمام خانو هم بندیز لګولی دی.

د یو بل خبر له مخې، د طالبانو د استخباراتو ادارې ویلي چې په کابل کې یې درې کسان چې شراب یې خرڅول، ګرفتاره کړي او ورسره یې درې زره (۳۰۰۰) لېټره شراب هم نیولي چې هغه یې بیا د کابل په یو نهر کې اچولي دي.

طالبان وایي درې زره لېټره شراب یې په نهر کې توی کړي دي
طالبان وایي درې زره لېټره شراب یې په نهر کې توی کړي دي

طالبانو نهر ته د دې شرابو د تویولو ویډیو هم خوره کړې ده. د ویډیو په یوې برخې کې د طالبانو د استخباراتو یو چارواکی د شرابو د حرام والي په اړه خبرې کوي او بیا یو ډاکټر صحت ته د شرابو د زیانونو په حقله معلومات ورکوي.

خو په دې ويډیو کې ندي ویل شوي چې دا شراب څه وخت، چېرته او څنګه نیول شوي او څه وخت په نهر کې توی شوي.

طالبانو تر دې وړاندې د مخدره موادو په روږدو کسانو باندې هم څو ځله چاپې ووهلې او هغوی یې د ښار د ځينو برخو راغونډ کړل. که څه هم طالبانو د شرابو په وړاندې داسې سخت دریځ ښکاره کړی، خو د هيروئینو او کوکنارو د کرلو او تجارت د بندیز په برخه کې یې تر اوسه څه واضحه حکم ندی کړی. په طالبانو باندې دا تور دی چې په تېرو شلو کلونو کې یې د جنګ جګړو اکثره خرچې د مخدره موادو (تریاک او هیروئینو) د تجارت او عشر له درکه ترلاسه کولې.

XS
SM
MD
LG