لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو د تاجکستان او ازبکستان نه د افغانستان پوځي جهازونو واپسي غوښتې ده


د طالبانو د دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب

په افغانستان کې د طالبانو واکمن حکومت د ګاونډي ملکونو ازبکستان او تاجکستان نه غوښتي دي هغه پوځي جهازونه او هليکاپټرې دې واپس کړي کوم چې تېر د اګست میاشت کې د مخکېني حکومت د ړنګېدو پر مهال، د تښتېدونکو پایلټانو په ذریعه هغو ملکونو ته یووړل شوې.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د نهې/سې شنبې په ورځ سرښار کابل کې د افغان فضایي (هوایي) قوتونو یوې جوړې شوې دستورې ته د وینا په مهال وویل، طالبان به پرېنږدي چې تاجکستان او ازبکستان دې د افغانستان جهازونه قبضه کړي او یا ورنه کار واخلي.

ملا محمد یعقوب، چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی دی، پخپله وینا کې وویل: «زه ورنه په ډېر احترام غوښتنه کوم چې زمونږ حوصله دې نه آزمایي، او مونږ دې نه مجبوره کوي چې په ورته عمل باندې، حتی الامکان چې په وسع مو پوره وي، په هغه لاس پورې کو.»

د طالبانو دفاع وزیر دا واضحه نه کړه چې د دوی ممکنه عکس العمل به څه وي، خو زیاته یې کړه چې که تاجکستان او ازبکستان د افغانستان جهازونه بېرته واپس نکړي، «نو بیا مونږ کولی شو چې خپل د وسعې مطابق عکس العمل وښیو. ډېره حوصله مو کړې ده، ډېر صبر مو کړی دی، نور زمونږ حوصله تمامیږي.»

کابل ته د طالبانو د راتگ نه مخکې ورځو شپو کې د افغانستان د فضایي قوت پایلټانو چې په امریکا کې یې تعلیم اخیستی و، د څلوېښتو (۴۰) نه زیاتو پوځي جهازونو کې چې په هغو کې بلېک هاک هلیکاپټرې او A-29 ډوله د بمبارۍ سپکې طیارې هم شاملې وې، ځانونه او خپل فامیلونه ازبکستان ته ورسول.

د سټمبر په لومړیو کې د ازبکستان چارواکو خبر ورکړ چې هغو سلګونه افغان پایلټان او کورنۍ یې چې په غیرقانوني ډول پوځي جهازونو کې ازبکستان ته ننوتلي و، له هغه ملکه اخراج یا ډیپورټ کړي دي.

امریکا او ازبکستان په دې اتفاق وکړ چې څه باندې څلور نیم سوه (۴۵۰) افغان شهریان دې د ازبکستان نه وایستل شي، او د همدې لوظنامې په بنیاد، افغان پایلټان او د کورنیو غړي یې هم د ازبکستان نه متحده عربي اماراتو کې د امریکا یوې پوځي اډې ته منتقل کړی شول.

خو دا معلومه نشوه چې په ازبکستان کې پاته د افغان قوتونو پوځي جهازونو باندې به څه کیږي. په اګست میاشت کې د افغان حکومت د ړنګېدو نه وړاندې، افغانستان د یو سل و څلور شپېتو (۱۶۴) نه زیات فعال جهازونه درلودل چې یو زیاته شمېره یې د ملک نه بهر والوتل. د افغانستان ځایي مېډیا وایي، طالبانو ته اوس صرف یو اتیا (۸۱) جهازونه پاته دي.

ملا یعقوب د نهې/سې شنبې په ورځ خپلې وینا کې ټولو افغان پایلټانو او انجنیرانو ته بلنه ورکړه چې په محفوظ ډول دې افغانستان ته واپس ولاړ شي او طالبان به یې قدر وکړي.

د طالبانو د دفاع وزیر دا هم وویل چې فضايي قوت به لا پیاوړی کړي. هغه زیاته کړه: «د افغانستان آینده هوایي ځواک به داسې یو هوایي ځواک وي چې هغه به په هېڅ بهرني قوت او په هېڅ بهرني هېواد باندې متکي نه وي. په خپلو پښو به ولاړ وي او پخپله به د خپل هېواد دفاع کوي.»

خو منتقدین وایي چې د افغانستان پوځي پایلټانو مخکې په طالبانو زیاتې بمبارۍ کړي او اوس د طالبانو له اړخه چې دوی ته کوم د تحفظ اطمینان ورکول کیږي، دوی ورباندې باور نشي ساتلی.

که څه هم طالبانو په افغانستان کې ټولو پخوانیو قوتونو او چارواکو ته عمومي معافي اعلان کړې ده، مګر په وروستیو څو هفتو کې د افغانستان لسګونه پخواني امنیتي مامورین یا پوځیان په مبینه توګه د طالبانو له خوا په انتقامي کاروایۍ کې وژل شوي دي. طالبان دا الزامونه ردوي او وایي چې د دې پېښو تحقیق به کوي، خو تر اوسه څه اهمه نتیجه یې نده لیدل شوې.

XS
SM
MD
LG