لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د متحده قامونو دا غوښتنې رد کړي چې په ښځو قدغنونه دې لېرې کړي


کابل. تصویر د ای پي خبري ادارې دی چې د 2022 د می په دریمه نیټه یې اخیستی دی.
کابل. تصویر د ای پي خبري ادارې دی چې د 2022 د می په دریمه نیټه یې اخیستی دی.

د افغانستان واکمنو طالبانو د متحده قامونو دا غوښتنې رد کړي چې په افغانستان کې د مېرمنو په بنیادي حقونو قدغنونه دې لېرې کړي. طالبانو ویلي د مېرمنو په اړه د دوی ګامونه د مذهبي او افغان ثقافت سره سمون خوري.

طالبانو د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د متحده قامونو غوښتنې "بې ځایه" دي.

په بیان کې طالبانو غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې د ځینو مطبوعاتو د "ناوړه او مخالفت" د خبرونو او د افغان مخالفینو د "پروپګېنډې" په بنیاد فېصلې نه کوي.

د متحده قامونو سېکيورټي کاونسل او په افغانستان کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه د ادارې خصوصي خبر نګار دا هفته په پرله پسې بیانونو کې د طالبانو په دې امر "ژور تشویش" څرګند کړو چې ښځې دې د کور نه بهر ځانونه او مخونه پټ ساتي.

د ټېلې وژن ښځینه کوربنو ته هم طالبانو امر وکړو چې د خپلو نشریانو په مهال دې مخونه پټ ساتي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه متحده قامونو مېرمنو په اړه د طالبانو د ورستيو اقداماتو غندنه وکړه.
د طالبانو په موقتي کابینه کې مېرمنې نمایندګي نه لري، د جینکو ثانوي سکولونه یې تړلي دي، په حکومتي دندو کې یې په ښځو پابندي لګولې ده او طالبان غواړي چې ښځې دې د کور نه بهر نه وځي.

د جمعې په ورځ جاري شوي د طالبانو په بیان کې ووېل شو چې "حکومت دا ګڼي" چې په اسلامي حجاب عمل کول د ثقافت او د ټولنې د دستور سره سمون خوري او د افغانستان د ښځو اکثریت ارزو هم ده. بیان زیاته کړه چې په افغان ولس داسې څه نه دي پابندي نه ده لګول شوي چې د اسلامي ټولنې د عقیدې او ثقافت خلاف وي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه طالبانو د نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې د اافغان اقدارو دې "احترام" وکړي. د طالبانو په بیان کې په دې خبره ټینګار وشو چې مسلې دې د مکالمې دلارې حل کړی شي.

د طالبانو د خارجه دفتر ترجمان وي او ای ته د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان په 34 ولایتونو کې د 12 نه زیاتو ولایتونو کې د جینکو ثانوي سکولونه خلاص دي او په ټول افغانستان کې غیر حکومتي سکولونه تر د یونېورسټۍ پورې پرانېستل شوي دي.

طالبانو د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي 120000 ښځینه حکومتي کارکوونکي کارونه ته ستنې شوي دي چې پکې د تعلیم د وزارت 94000 مېرمنې او د صحت د وزارت 14000 ښځینه کارکوونکي شاملې دي.

هغه وویل نورې مېرمنې داخله وزارت، د پاسپورټ او اميګرېشن په شان په نورو وزارتونو کې کار کوي.

بلخي وویل ښځې په بېنکونو، تجارت، دوکانونو او د جامو په دوکانونو کې هم کارونه کوي او په ښارونو کې د ښځو په حرکت قدغنونه نشته. هغه وویل ښځې د کار، خریدارۍ او تفریح دپاره بهر وتلی شي خو د هغه په قول بې مقصده نشي ګرځېدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG