لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان صدارتي ماڼۍ – ارګ – ته ننوتل، امریکا د کابل ائیرپورټ د کنټرول دعوه لري


کابل ښار
کابل ښار

امریکایي چارواکي چې وسله وال طالبان کابل ښار ته د ننوتلو په حال کې ګوري، وایي چې امریکایي ځواکونه د امریکا په سفارت او د کابل ښار په هوایي ډګر باندې "مضبوط کنټرول" لري. بل اړخ ته د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن، په کابل کې روانې پېښې، "زړه دردوونکې" بللي دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ چې د طالبانو د چټکو پرمختګونو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو وروستۍ مورچې هم تشې شولې، د طالبانو په وړاندې د سرښار کابل دروازې پرانېستې پاته شوې.

که څه هم طالبانو دعوه کړې ده چې د دوی جنګیالیو د کابل ښار ځیني سیمې لاندې کړي دي، خو یو امریکایي چارواکي وي او اې ته ویلي چې د امریکا سفارت ودانۍ، او د حامد کرزي انټرنېشنل ائیرپورټ لا هم خوندي پاته دي.

دغه چارواکي د خپل نوم پټ ساتلو په شرط، وي او اې ته وویل: "زمونږ ځواکونه کابل ته د جهازونو پروازو ته دوام ورکوي او د حامدکرزي ائیرپورټ او سفارت یې په کلکه ولقه کې دي."

امریکا پرېکړه کړې وه چې افغانستان ته به درې زره عسکر لېږي چې د سفارت کارکوونکي او د امریکاییانو اتحادیان راوباسي. د جمعې په ورځ د دې عسکرو اوله جوپه کابل ته ورسېده. د خالي/شنبې په ورځ صدر جو بایډن امر وکړ چې ۱۰۰۰ نور عسکر دې هم کابل ته ولېږل شي. خو بیا هم داسې نه ښکاري چې امریکا دې په کابل کې د خپل سفارت د زیاتې مودې دپاره وساتي.

په سفارت کې یو چارواکي وي او اې ته تصدیق کړه چې د سفارت کارکوونکي، د کابل ائیرپورټ یو امن ځای ته انتقال کیږي چې هلته د پروازونو دپاره آماده اوسي.

د امریکا سفارت له اړخه یو خبرداري هم جاري شو چې ویل یې امنیتي حالات په تیزۍ سره بدلیږي، او امریکایي شهریانو ته په کار ده چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

نېټو هم د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې تر خپله وسه پورې کوشش کوي په ائیرپورټ کې مرسته وکړي.

کابل کې د امریکا سفارت
کابل کې د امریکا سفارت

د نېټو یو چارواکي وي او اې ته وویل: "مونږ مرسته کوو چې د کابل ائیرپورټ فعال پاته شي او افغانستان د نړۍ سره په رابطه کې وساتو."

د امریکا د حکومت یو جگپوړي چارواکي وویل چې صدر بایډن ته چې په څو وروستیو ورځو کې کېمپ ډېوېډ کې و، د افغانستان د حالاتو تازه صورتحال وړاندې کېده. صدر بایډن همدا راز د افغانستان د حالاتو په اړه د خپلې انتظامیې له جګپوړو چارواکو سره هم ملاقاتونه کړي دي.

د امریکا د خارجه وزیر خبرې:

په افغانستان کې حالات په ډېرې تېزۍ سره بدلیدونکي دي او د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن په افغانستان باندې د طالبانو قبضه او د کابل سقوط، "زړه دردوونکي" وبلل.

بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ له سي اېن اېن سره په مرکه کې وویل چې د امریکا اول کار اوس دا دی چې امریکایي کارکوونکي، او د امریکاییانو مرسته کوونکي له افغانستانه راوباسي او امریکا به "د هغوی د راویستلو دپاره هر هغه څه وکړي چې زمونږ په وسع کې ده."

هغه خبرداری ورکړ چې که طالبان په دې کار کې د امریکاییانو او یا د هغوی د ماموریت خنډ وګرځي، نو "له چټک او کلک غبرګون سره به مخ شي."

د کانگرس د غړو غبرګون

د امریکا د کانگرس او سنېټ یو شمېر غړو د افغان حکومت د ړنګېدو پېښې په وړاندې له قهره ډک غبرګون وښود.

د سنېټ د استخباراتو د چارو کمیټې یو رېپبلېکن غړي بېن ساس وویل: "په افغانستان کې راغلی زورور ناورین، د سایګون په شان د کابل شرمناکه یوازې پرېښودل، په ښځو باندې راغلی ظلم، او زمونږ د اتحادیانو قتلېدل، د ټرمپ – بایډن د کمزورۍ د نظریې قابل پيشبیني نتیجه وه."

ساس وویل چي تاریخ به په دې اړه واضحه کړي چې دا جنګ امریکایي عسکرو ونه بایله، بلکې ډانلډ ټرمپ او جو بایډن قصدي پرېکړه وکړه چې دا جګړه وبایلي.

بل پلو د امریکې نماېندګانو اېوان اکثریتي ډلې مشر سټېني هویر د افغانستان وروستۍ وضعې په اړه په خپل بیان کې وېلي،”څنګه چې صدر باېډن په ډاګه کړې چې د هغه وړاندې امریکايي صدر د افغانستان نه خپلو ځواکونو راویستو لپاره د 2021 کال مئي لومړۍ نېټه ټاکلو سره یو ډېره سخته لار پېدا کړې وه چې په دغه تړون ټینګ پاتې شي، د افغانستان نه امریکايي ‌ځواکونه او اتحادیان په تندۍ سره راوباسی او یا په زرګونو نور زیاتي امریکايي پوځیان افغانستان ته ولیږي چې د یو بل هېواد په کورنۍ جګړه کې برخه واخلي“.

نوموړي وېلي،” زمونږ د افغانستان تجربې په اړه به نورې زیاتې څېړنې کیږي خو دا وخت زه د خپلو افغان ملګرو د حفاظت لپاره ډېره فکرمند یم چا چې زمونږ د ځواکونو، سفارتکارانو، د پرمختیا کارکوونکو او نور ملګرو ځواکونو سره زمونږ مشن مخ په وړاندې بوتلو لپاره اوږه په اوږه خدمت کړی دی. مونږ له هغوی کله هم ځان له پرېښودل پکار نه دي. مونږ له هر کوشش پکار دی چې دا یقیني کړو چې زمونږ سره ولاړ خلک شا ته پاتې نه شي.

کابل ښار کې د اتوار/یکشنبې په ورځ امریکایي هلیکاپټرې ګرځېدې
کابل ښار کې د اتوار/یکشنبې په ورځ امریکایي هلیکاپټرې ګرځېدې

د امریکا په کانګرس کې د استازو اېوان د خارجه چارو کمیټې جګپوړي رېپبلېکن غړي مایکل مککاول ویلي چې بایډن به افغانستان کې د وینو توېیدلو ذمه وار وي او بل دا چې افغانستان به یوځل بیا د ترهګرو د روزلو دپاره ځاله جوړه شي. هغه وویل، بایډن ته نده په کار چې د دې هرڅه زمه واري په مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ واچوي.

مککاول د سي اېن اېن ټلویژن د سټېټ آف دې یونین پروګرام سره په خبرو کې، د افغانستان وروستیو چټکو بدلونونو ته په اشاره کې وویل: «مونږ به بېرته د ۱۱/۹ (د سټمبر یوولسمې بریدونو) نه مخکې حالاتو ته وروګرځو.. د ترهګرۍ د ودې دپاره خاوره. زړه مې هم نه کیږي چې ووایم، هیله من یم چې بېرته هغه دور ته واپس نشو. خو دا به د وخت په رارسېدو زمونږ وطن (امریکا) ته یوه خطره وي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG