لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: د امنیت په اړه د امریکې د تشویش له امله ځینې افغانان په کوسوو کې اېسار دي


په کوسوو کې افغانان د امریکې په پوځي مرکز کې استوګن دي

د ځینو افغانانو دپاره چې طالبانو د واکمنۍ نه پس د هېواد نه وتلي، امریکې ته د تګ سفر يې ځنډېلی او یې په بلقان کې د امریکې په پوځ مرکز کې په خېمو کې سر ته رسېدلی دی.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي که یو خوا د 78000 نه زیات افغانان امریکې ته رسېدلي او اباد کړی شوي دي خو هغه افغانان چې د سېکورټي یا امنیت په لړ کې به یې اضافي څارنې کولی شي په کوسوو کې په کېمپ کې مېشته دي او اینده یې نه دی معلوم.

رپورټ وايي د دغو افغانانو د تحفظ دپاره امریکا نشي کولی چې هېواد ته به ستنېدو یې مجبور کړي.
په کوسوو کې موجود د دغو افغانانو پرېشاني په زیاتېدو ده او په دغه خفیه پوځي مرکز یې دا هفته غیر معمولي ګام واخیستلو او احتجاج یې وکړو.

ای پي ته لېږل شوي تصویر کې لیدل کېږي چې احتجاج کونکو یوه کتبه پورته کړې وه چې لیکل شوي وو پې "مونږ انصاف غواړو."

د کوسوو په امریکايي پوځي مرکز کې موجود یو افغان محمد عارف سروري ای پي ته په لیکل شوي پېغام کې وویل دوی سره ډیرې خبرې تکرارول کېږي او پکار ده چې د صبر نه کار واخلي.

په کوسوو کې د افغانانو د کېمپ دغه تصویران محمد عارف سروري ای پي خبري ادارې سره شریک کړي دي
په کوسوو کې د افغانانو د کېمپ دغه تصویران محمد عارف سروري ای پي خبري ادارې سره شریک کړي دي

ای پي وایي په کوسوو کې د افغانانو شکایتونه افغانستان د د انخلا یو داسې اړخ څرګندوي چې ډیره توجه ورته نه کېږي ځکه چې امریکايي مامورین او هم د کوسوو حکومت یې په اړه څه نه وايي.

د کوسوو په پوځي مرکز کې د لوی عمر تنان او ماشومان شامل دي چې تر اوسه پورې یې د امریکې ویزې نه دي ترلاسه کړی شوي.

سروري چې د افغانستان په تېر حکومت کې د استخباراتو لوړ رتبه چارواکی و وايي په کېمپ کې 45 افغانان موجود دي. د شورو، چهارشنبې، په ورځ 27 کسان د کېمپ نه امریکې ته تللي دي.

ای پي وايي د صدر جوبایډن حکومت تفصلات شریکوي خو دا خبره تسلیموي چې د افغانستان نه راویستل شوي ځینې افغانان نه د کره کتنې د عمل صفا نه دي وتلي نو ځکه امریکې ته تګ اهلیت نه لري.

د امریکې د قومي سلامتۍ شورا نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان شان سېوېټ وویل د افغانانو اکثریت د کره کتنې د دغه عمل نه تېر شوي او صفا وو خو ځینو خلکو ته امریکې ته د تګ اجازت نه دی ورکړی شوی چې ښښي د کره کتنې نظام د توقع سره سم کار کوي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د کوسوو په کېمپ کې افغانان د یو شمېر علتونو په سبب ځای په ځای کړی شوي دي چې پکې په دستاوېزاتو کې غلطۍ یا د دستاوېزاتو نشتوالی او د امنیت په اړه تشویش دی چې په تحقیقاتو کې راپورته شوي دي.

په کانګرس کې هم د صدر بایډن په حکومت تقنید شوی چې د افغان کډوالو د کره کتنې عمل مناسب نه دی.
سروري د خپلې مېرمن او د دوو لوڼو سره د سېپټمبر په میاشت کې افغانستان نه کویت ته ورسېدو او وايي نه پوهېږي چې امریکې ته تګ یې ولې ځنډېدلی دی؟

ای پي وايي په 2001 کې په افغانستان کې د امریکي د پوځي عملیاتو نه مخکې سروري یو مشهور تن او د استخباراتو مشر پاتې شوی و. د دې نه مخکې هغه د شمالي اتحاد یو اهم چارواکی و. ای پي وايي د دغو دواړو منصبونو له امله به هغه د طالبانو په هدف کېږي که چېرې افغانستان ته بېرته لاړلو.

په کوسوو کې موجود د دغو افغانانو پرېشاني په زیاتېدو ده او په دغه خفیه پوځي مرکز یې دا هفته غیر معمولي ګام واخیستلو او احتجاج یې وکړو. ای پي ته لېږل شوي تصویر کې لیدل کېږي چې احتجاج کونکو یوه کتبه پورته کړې وه چې لیکل شوي وو پې "مونږ انصاف غواړو."
په کوسوو کې موجود د دغو افغانانو پرېشاني په زیاتېدو ده او په دغه خفیه پوځي مرکز یې دا هفته غیر معمولي ګام واخیستلو او احتجاج یې وکړو. ای پي ته لېږل شوي تصویر کې لیدل کېږي چې احتجاج کونکو یوه کتبه پورته کړې وه چې لیکل شوي وو پې "مونږ انصاف غواړو."

سروري ای پي ته وویل د کره کتنې ډله ورته وايي چې واشنګټن څه سیاسي فېصله کول غواړي.

سروري د سپېشل امیګرنټ ویزه یا اېس ايي وي دپاره خواست کړی دی چې هغه افغانانو ته ورکول کېږي چط د امریکې حکومت یا یې د امریکې د اتحادیانو سره خدمات ترسره کړي وي. د هغه وکیلې جولي سرز وايي سروري ته لا څه ځواب نه دی وېل شوی.

سرز وايي که وکتل شي نو سروري ازاد دی خو دا واضحه نه ده چې هغه به چېرته ځي. "دا خو واضحه ده چې هغه افغانستان ته نشي تللی. دا ښکاره ده چې که ستنېږي نو په خطر کې به وي."

ای پي وايي د کوسوو په کېمپ کې سروري او نور افغانان په داسې حال کې ژوند اوسېږي چې که بندیوان نه دي خو د کېمپ نه وتلی هم نشي او د میاشتو راهسې په خېمو کې ژوند کوي. د دې هفتې د احتجاج به مهال یې په خېمو داسې ډول شعارونه لیکلي دي "غیرمنصفانه فېصله" او دا "ماشومان ځپل کېږي."

ای پي وايي د صدر بایډن حکومت وايي مامورینو دا تعین کړی دی چې ځینو افغانانو ته امریکې ته د داخلېدو اجازت نشي ورکول کېدی. د دغه ډول افغانان شمېره نه ده ښودل شوي. د رپورټ ترمخه امریکايي مامورین ګوري چې دغه افغانان

داسې ملکونو کې اباد کړي چې د امنیت په اړه د امریکې په شان تشویش نه لري.

د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان وویل یو افغان به د رضا بغیر هېواد ته نه ستنوي.

یادونه: دا رپورټ ای پي خبري ادارې خپور کړی دی

XS
SM
MD
LG