لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي د شمالي وزيرستان د عملياتو پرېکړې ته په کوم نظر گوري ؟


څيړونکي وايي حکومت له په شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد دغه گام ډېر وړاندې اخيستل پکار ؤ
څيړونکي وايي حکومت له په شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد دغه گام ډېر وړاندې اخيستل پکار ؤ
د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې چې پوځ د حکومت په حکم د اتوار په ورځ د حکومت مخالفه وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم پراخه عمليات پېل کړي ، او تراوسه پورې د پوځ په وينا کامياب عمليات روان دي ، او په سيمه کې پوځي ځواکونو د ترهگرو نه چاپېره گېره اچولې ده .
څيړونکي وايي حکومت له په شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد دغه گام ډېر وړاندې اخيستل پکار ؤ ، خو داسې ښکاري چې د نوازشريف حکومت طالبانو سره بې نتيجې مذاکرات ، او د بهرني دغې فشار چې شمالي وزيرستان کې دې د فعاليت لرونکو ترهگرو په ضد عمليات وکړی شي ، حکومت اخر چې اپرېشن کولو ته تيار کړو .
څيړونکی خادم حسېن وايي د دغې اپرېشن کولو درې علتونه مالوميږي ، وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي ووئيل ، يوه غټ علت يې دا کېدی شي ، چې طالبانو سره د مذاکراتو د عمل په وخت کې په امنيتي ځواکونو حملو او تاوان دپاره تښتولو په پېښو کې هيڅ کمی رانغلو .
بله دا چې د افغانستان څخه د نېټو ځواکونو د وتو وروستو د سيمي ملکونو په خصوصي توگه افغانستان ، چين او ايران ته په پاکستان کې راټولو ترهگرو باندې اندېښنه وه . او وخت په وخت يې په دغې اړه خپلې اندېښنې څرگند کړي دي ، او دې سره نيټو او يورپي هېوادونو ته هم په افغانستان کې د دفاع اندېښنه وه .
خادم حسېن وايي درېمه دا چې په عراق کې انتهاگرو په دوه ښارونو قبضه وکړه ، او پلازمينه بغداد په خطره کې شو نو دې سره دلته په خلکو او په خصوصي توگه سيکيورټي اسټبلشمنټ کې يو رجحان راپېدا شو . نوموړی وايي زما خيال دی چې د دغو درې واړو خبرو وروستو د طاقت د استعمال فېصله وشوه .
پاکستان کې له دې وړاندې هم په قبائيلي سيمو او سوات کې د وسله والو په ضد عمليات شوي او کامياب گرځول شوي دي ، خو وئيل کيږي چې په نورو قبائيلي سيمو کې د عملياتو وروستو ټولې جنگيالۍ ډلې شمالي وزيرستان ته رايوځايي شوې ، او دغه سيمه يې ځان له خوندي ځايي جوړ کړی ؤ . او په شمالي وزيرستان کې حقاني نيټ ورک ، تحريک طالبان پاکستان ، اسلامک مومنټ اف ازبکستان او د ټي ټي پي د چهترۍ لاندې نورو تنظيمونو دغلته کلک فعاليت لرل .
دا چې په شمالي وزيرستان کې به پوځي اپرېشن تر څومره حده کامياب وگرځي ؟ د دغې پوښتنې په ځواب کې خادم حسېن ووئيل ، دا اپرېشن هله کامياب کېدی شي ، چي د اولس د مرستې سره دا په سوتره طريقې سره وشي . داسې نه چې د چا په ضد وي او د چا په ضد نه وي ، انتهاگر دې په نخښه شي او ځايي خلکو ته زيان ونه رسي . او دې سره دا يواځي د شمالي وزيرستان خبره نه ده په ټول پاکستان کې د انتهاگرو بشپړه جال خور دی ، او چرته چرته چې هغوي مفکورې لري هلته به د هغويي جرړې ويستل وي .
له دې وړاندې د پاکستان حکومت خپله هم وخت په وخت په شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد د عملياتو کولو په ترڅ کې وئيلي ، چې دغه عمليات به ملي گټو ته په کتو ترسره کولی شي .
د نوازشريف حکومت لخوا تېرکال د ستمبرپه مياشت کې رابلل شوي ټول گونديس کانفرس کې د ملک ټولو سياسي مشرانو حکومت ته واک ورکړی ؤ ، چې د وسله والو طالبانوسر مذاکرات وکړي . او د مذاکراتو په دغې عمل کې چې د حکومت او طالبانو لخوا د خبرو اترو دپاره کميټۍ هم جوړې شوې ، او څو ځله يو بل سره ليده کاته هم شوي وو .
او بيا د حکومت لخوا طالبانو سره د مذاکراتو په مهال د تحريک طالبان پاکستان د مشر حکيم الله محسود په ډرون کې وژل کېدل ، په مومند ايجنسۍ کې د طالبانو لخوا د ۲۳ ملېشې عسکرو وژنه او بيا د ملک په بېلابيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو بريدونو وخت په وخت د خبرو اترو عمل ځنډولی ، او په دغې مينځ کې د مارچ د مياشتې نه ټي ټي پي د ۴۰ ورځو پورې اوربند هم اعلان کړې ؤ .
خو په ورستيو کې د جون په نهمه نېټه د کراچۍ په نړيوال ائيرپورټ بريد کې چې د امنيتي ځواکونو د اهلکارو ، او ائيرپورټ د کارمندانو او ۱۰ حمله کوؤنکو سره ټول ۳۸ کسان وژل شوي وو ، او بيا د دغې بريد پړه د تحريک طالبان پاکستان سره د ازبک جنگيالو د ډلې اسلامک مومنټ اف ازبکستان لخوا په سر واخيستل شوه .
ځينې څيړونکي دا هم وايي ، چې په شمالي وزيرستان کې عملياتو ته د کراچۍ په هوائي اډه ترسره شوي بريد لار هواره کړه ، او حکومت يې دې ته اړ کړو چې د طاقت استعمال وکړي .
بل لور ته د ملک زياتره سياسي مشرانو د حکومت د اپرېشن د پرېک
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG