لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصف علي زرداري : پوځي عدالتونه به غلط استعمال ته نه پرېږدو


اصف زرداري ووئيل هڅې نه چې په دغې قانون کې زه ، نوازشريف او نور سياسي مشران جېل ته لاړ شي .
اصف زرداري ووئيل هڅې نه چې په دغې قانون کې زه ، نوازشريف او نور سياسي مشران جېل ته لاړ شي .

د پاکستان پيپلزپارټۍ شريک چيئرمېن او پخوانی صدر اصف علي زرداري وايي ، د پوځي عدالتونو جوړېدو په حق کې يُو ، خو چې د سياست مدارو په ضد استعمال نه شي .

نوموړي دغه خبره په گړهي خدابخش (سندهـ صوبه ) کې د پخوانۍ وژل شوې وزيراعظمې بېنظير بهټو د اووم تلين دستورې ته په وينا کې کړې ده .

اصف علي زرداري ووئيل ، بېنظير بهټو دا خبره کړې وه چې د افغانستان او کشمير جنگ مه يو کوئ ، خو د کم سوچ خاوندانو ليډرانو او جرنيلانو دغه جنگ يو کړو ، او مونږ نن په داسې ځايي ولاړ يُو او مالوموؤ چې ښه او بد طالبان څه ته وايي .

پخواني صدر د پوځي عدالتونو جوړېدو د قانون په اړه ووئيل ، دا قانون د وخت ضرورت دی خو هڅې نه په غلطه طريقه وکاريږي .

"پيپلز پارټۍ فېصله کړې چې د دې قانون په حق کې به ووټ ورکړو خو په دې شرط چې دا تور قانون جوړ نه شي ، دا کله د سياسي پارټو او صحافيانو په ضد استعمال نه شي " .

هغه زياته کړه وړاندې هم دغه قانون راوستل شوی ؤ ، او په هغې وخت کې مونږ په جېل کې وو او بيا مونږ په ستره محکمه کې دا کېس وگټو چې پوځي عدالتونو کې به د کېسونو اورېدنې نه کيږي .

اصف زرداري ووئيل هڅې نه چې په دغې قانون کې زه ، نوازشريف او نور سياسي مشران جېل ته لاړ شي .

پخواني صدر پېښور کې په سکول د بريد او ماشومانو د وژنې د يادگېرنې سره ووئيل ، په کال ۲۰۰۷م کې چې کله د پوځي امر پروېز مشرف حکومت ؤ او بېنظير بهټو د سلگونو کارکنانو سره ووژل شوه ، که په هغې پېښه نوټس اخيستل شوی وی ، نو نن به د پېښور پېښه نه رامنځته کېده .

اصف زرداري خپله وينا کې پروېز مشرف پله په اشاره کولو ووئيل ، مونږ د اسټبلشمنټ او حکومت نه د هغه په اړه وضاحت غواړو .

"يو طرف ته هغه په ضمانت دی ، بل لور ته ورسره پوځ ملگری دی او بل پلو ته سياست هم کوي ، يو کار دې وکړي ، يا دې پوځ سره لاړ شي او يا دې سياست پرېږدي ".

نوموړي ووئيل که پوځ په هغه سياسيت کوي نو مونږ ته دې په دا خبره په ډاگه کړی شي چې زمونږ مقابله د کوم قوت سره ده . هغه ووئيل مونږ د ضياالحق نه واخله تر اوسه پورې د دغو قوتونو مقابله کړې ده .

اصف زرداري ووئيل زما او د بلاول په مينځ کې هيڅ اختلافات نشی . د پيپلزپارټۍ چيئرمېن او د پخوانۍ وزيراعظمې زوئي بلاول بهټو زرداري نن د مور د تلين په دستوره کې گډون نه دی کړی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG