د بنگله دېش خصوصي عدالت نن د اتوار په ورځ د جماعت اسلامي يو مشر ميرقاسم علي ته د مرگ سزا اورولې ده . په يوه اوونۍ کې د جماعت اسلامي دا دوهم مشر دی چې د بنگله دېش عدالت ورته د جنگي جرمونو په تور کې د مرگ سزا واوروله .
راپورونه وايي ، د بنگله دېش په سرښار ډهاکه کې د خصوصي عدالت جج عبېدالحسن د جماعت اسلامي مشر ميرقاسم علي ته د مرگ سزا په داسې حال کې واوروله ، چې د عدالت کمره د خلکو نه ډکه وه . ۶۲ کلن قاسم علي د جماعت اسلامي د اعلي کونسل غړی او پارټۍ ته په غټه کچه مالي مرستې ورکوؤنکی گڼل کيږي .
راپورونه وايي عدالت قاسم علي ته په اته ؤ جرمونو کې سزا اورولې ، چې پکې ورته دوه ځله د مرگ سزا اورول شوې ده . په هغه دا تورهم دی چې يو ځوان يې د تښتولو وروستو وژلی ؤ .
عدالت د جماعت اسلامي مشرته د نورو جرمونو په تور کې د ۷۲ کلونو د قېد سزا هم اورولې ، خو وکيل وئيلي د فېصلې په ضد به اپيل کوي .
د بنگله دېش ځانگړي عدالت څلور ورځې وړاندې د جماعت اسلامي يو بل مشر مطيع الرحمان نظامي ته هم د جنگي جرمونو په تور کې د مرگ سزا اورولې وه .عدالت خپله فیصله کې نظامي په کال ١٩٧١ کې د بنگله دېش ـ پاکستان نه د ازادۍ د جنگ په وخت د بنگله دېش په سلگونو استازانو، خبریالانو، کارپوهانو، ډاکټرانو او انجینیرانو په وژنه تورن کړی ؤ .
نظامي ته د سزا اورولو په ضد جماعت اسلامي نن د اتوار په ورځ ټول ملک کې د کاربنديز اعلان کړی ، خو د څه قسمه تشدد او بدامنۍ د پېښې خبر مخې ته نه دی راغلی .
بنگله دېش کې په کال ۲۰۱۰م کې ځانگړی عدالت جوړ کړی شوی ، چې پکې تراوسه پورې د ۱۹۷۱م د جنگي جرمونو په تور کې ۱۲ کسانو ته دغه رنگ سزاگانې اورول شوي ، چې زياتره سزاوار شوي کسان پکې د جماعت اسلامي سره تعلق لري .
جماعت اسلامي او نورې حکومت مخالفه ډلې د جنگې جرمونو په سر د اورول شوؤ سزاگانو غندنه کوي او دا سیاسي انتقام گرځوي .
د بنگله دېش حکومتي چارواکې وايي په کال ۱۹۷۱م کې د پاکستان نه د ازادۍ په جنگ کې د پاکستان پوځ درې میلنه خلک وژلي ، او په زرگونو زنانه ؤ سره يي جنسي زیاتی کړي وو . خو پاکستان د بنگالیانو د وژنې دا شمیره کمه ښائي او د پاکستان پوځ بنگله دېش کې د قتل عام او د جنسي زیاتو تورونه ردوي ، او په سرکاري کچه پاکستان کې د بنگله دېش د ازادۍ ورځ د سقوط ډاکه په نوم نمانځلی کیږي .