لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د پولیس په ولکه د افریقايي امریکني د مرګ په سر په نورو ملکونو کې هم مظاهرې شوي


د جمعې په ورځ د واشنګتڼ میر یا ښاروالې مېریل باوزر وایټ هاوس ته تلونکي یوې لارې ته بلېک لایوز مېټر پلازه نوم ورکړو او مامورینو ته یې امر وکړو چې په سړک دې په زیړ رنګ کې دغه په لویو ټکو کې ولیکي چې معنا یې ده د تور پوستو ژوندونه هم ارزښت لري
د جمعې په ورځ د واشنګتڼ میر یا ښاروالې مېریل باوزر وایټ هاوس ته تلونکي یوې لارې ته بلېک لایوز مېټر پلازه نوم ورکړو او مامورینو ته یې امر وکړو چې په سړک دې په زیړ رنګ کې دغه په لویو ټکو کې ولیکي چې معنا یې ده د تور پوستو ژوندونه هم ارزښت لري

په امریکا کې د پولیس په ولکه کې د یو افریقايي امریکني د مرګ په سر د احتجاجونو ترڅنګ د نړۍ په یو شمېر ملکونو کې هم مظاهرې شوي دي او چارواکي په واشنګټن کې د خالي، شبنې، په ورځ د لوې احتجاج کېدلو دپاره تیاری کوي.

د جمعې په ورځ د واشنګتڼ میر یا ښاروالې مېریل باوزر وایټ هاوس ته تلونکي یوې لارې ته بلېک لایوز مېټر پلازه نوم ورکړو او مامورینو ته یې امر وکړو چې په سړک دې په زیړ رنګ کې دغه په لویو ټکو کې ولیکي چې معنا یې ده د تور پوستو ژوندونه هم ارزښت لري. په واشنګټن کې د مظاهرو د پرامنه ساتلو دپاره د تېرې یوې هفتې راهیسې پرځای کړی شوي د شپې د وخت کرفیو یا ګرځبندیز لېرې کړی شو.

په وایټ هاوس کې صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په ملک د بې روزګارۍ په اړه خبري غونډې ته وویل چې د کرونا وایرس د حالاتو باوجود هېواد په اقتصادي توګه په وړاندې تللی دی او د جورج فلویډ روح به هم په دې خبره خوشحاله وي. "امید دی چې جورج دا وخت ګوري او وايي دا ډیره عظیمه خبره ده چې زمونږ په ملک کې کیږي...دا د هغه دپاره لویه ورځ ده. دا د هر چا دپاره لویه ورځ ده."

صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

۴۶ کلن افریقايي امریکنی جورج فلویډ د امریکې د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې په داسې حال کې مړشوی چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه نعرې کولې چې ساه نشي اخیستلی. جورج فلویډ پولیس په دې الزام نیولی و چې په جعلي چېک یې د دوکان نه د پېسو اخیستلو کوښښ کولو. څلور پولیس افسران د فلویډ د مرګ په لړ کې ګرفتار کړی شوي دي او پرې د غیرارادي قتل او په داسې ډول قتل کې د مرستې قانونې مادې لګول شوي. دغه مادې ۴۰ کاله د قید سزا لري.

چارواکي وايي په مېنیاپلس ښار کې به په پولیس پابندي ولګول شي چې د نیول شوي تن مرۍ به نه بندوي او که یو پولیس افسر بل افسر ویني چې داسې کوي نو په دې اړه په رپورټ ورکوي. د پولیس دپاره په دې نوي ګام د مېنیاپلس ښار او منېسوټا ریاست ترمنځ د معاهدې دپاره خبرې روانې دي.

د جورج فلویډ د مرګ وروسته د امریکې سرښار واشنګتڼ په شمول یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه، لوټ مار‌ او موټرو او ودانیو ته د اورونو اچولو پېښې شوي، په ګڼو ښارونو کې د شپې په وخت کرفیو یا ګرځبندیز پرځآی کړی شوی دی.

د امریکې نه بهر د برطانيي سرښار لندن، پېرس او د جمعې په ورځ د اسټرېلیا سرښار کنېبرا کې په زرګونو خلکو د جورج فلویډ د مرګ په سر احتجاج وکړو. د خالي، شنبې، په ورځ په نور ښارونو کې د نورو مظاهرو هم انتظام شوی دی.

په امریکا کې په مظاهرو کې د تشدد په لړ کې د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه تر اوسه پورې د ۱۰۰۰۰ نه زیات کسان نیول شوي دي.

صدر ټرمپ د امن او امان بحال کوولو دپاره د پوځ استعمالوولو خبره کړې وه خو پخوانیو او موجوده پوځي مامورینو یې مخالفت کړی دی.

په واشنګټن کې د نېشنل ګارډز عسکر پرځای کړی شوي دی او د واشنګټن ښاروالی مېریل باوزر د زیارت،‌ پنجشنبې، په ورځ یو خط کې وغوښتل چې ښار نه دې پوځ او د وفاقي حکومت نور د بیړني حالاتو عسکر لېرې کړي.

د واشنګټن په ډول په نورو لویو ښارونو لاس اېنجلس، سان فرانسسکو او سیاټل کې هم د شپې د وخت کرفیو یا ګرځبندېز ختم کړی شوی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په منیاپلس او نورو ښارونو کې د جورج فلویډ په یاد کې دستورې وشوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG