لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان قانون سازان غواړي په ماشومانو دجنسي حملو مجرمان په ډاگه تیزندي شي


د پاکستان په قانون کې د جنسي زیاتي کونکي تن سزا مرگ ده خو د هیواد د قامي اسمبلۍ غړي په شته قانون کې بدلون غواړي چې هدف یې سزاگانې "عبرتناکه" کول ښاي . که په قانون کې ترمیم او شو نو د 21 کالو نه زیات عمر جنسي حمله کونکي تن ته به د 100 کسانو په مخکښې تیزندي ورکړی کیږي.

په قانون کې د ترمیم کونکو خیال دی، دې سره به په ماشومانو د جنسي تشدد د سوا کیدونکو پېښو مخه اونیول شي. د قانون په مسوده کې لیکل شوي دي په پاکستان کې هره ورځ ماشومانو سره جنسي زیاتي کیږي چې له کبله یې هیواد په نړۍ کې د ماشومانو لپاره د یو خطرناک هیواد په توگه پیژندل کیږي.

که په قانون کې تر میم اوشو نو دې سره په جنسي حملو کې د کمي امکان شته دی؟ د ماشومانو د حقونو د پاره کارکونکی مبارز ارشد محمود وايي سزا گانې که څومره هم سختې شي جرمونه به روان وي، د هغه په خیال د سزاگانو سختولو سره سره باید ددې حملو د مخ نیوي لپاره کار اوشي. ارشد فکر کوي د ماشومانو د خوندي ساتلو په خاطر د مور پلار او استاذانو تربیت پکار دی. د ارشد ترمخه که په سختو سزاگانو د جنسي حملو مخه نیول کیدی شوې نو د لاهور د جاوید اقبال عمیر سزا بې مثله وه.

دجاوید اقبال د 100 ماشومانو سره د جنسي تیري او تیزابو کې سوزولو اعتراف

د پاکستاني اخبارونو تر مخه جاوید اقبال عمیر یو "سیریل کلر" وو یعني یو داسې قاتل وو چې پرله پسې یې قتلونه کول. په 1999 کې د پاکستان د جنگ ورځپاڼې مدير خاور نعيم هاشمي او پولیسو ته په یو خط کې جاوید اقبال وليکل چې 100 هلکان یې وژلي دي.

جاوید اقبال پولیسو ته په خپل بیان کې ویلي وو 100 ماشومانو سره یې جنسي زیاتی کړی، بیا یې وژلي او بیا یې د هغوي مړي په تیزابو کې حل کړي. هغه ويلي وو دا کار یې د شږو میاشتو په موده کې کړی وو. د رپورټونو تر مخه د وژل شوو زیاترو ماشومانو عمرونه د شپږو او 16 کالو په منځ کې وو.

د جاوید اقبال د سزا خبرونه په نړیوالو رسنیو کې خپاره شوي وو. هغه ته یو پاکستاني عدالت "عبرتناکه" سزا اورولی وه. عدالت اقبال ته 100 ځله د مرگ سزا اورولې وه. عدالت په دغه فیصله کې دا هم ويلي وو چې کله دې اومري بیا ورله مړی ټکړې ټکړې کړئ او ټکړی ورله په تیزابو کې اوسوزوئ. تر څو د هغه په سزا عمل کیدلو په 8 اکتوبر 2001 کې هغه په جیل کې مړ اوموندل وو . دپولیسو د رپورټ تر مخه هغه ځان په خپله وژلی وو.

هره ورځ څومره ماشومانو سره جنسي زیاتي کیږي؟

د جاوید اقبال د ماشومانو د وژلو پېښه وړومبۍ ښکاره کیسه وه. کارپوهان وايي په ورستیو کې په ماشومانو د جنسي تشدد په کچه کې بوږنونکي تیزي راغلې چې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکي ماهران یې فکر منده کړي دي .

د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو یوه متحرکه اداره ساحل په خپل یو رپورټ کې ليکي روان کال په پاکستان کې هره ورځ لس ماشومان د جنسي تشدد ښکار کیږي. د یادې ادارې د رپورټ تر مخه په کال 2018 کې 3832 ماشومانو سره جنسي زیاتي شوی وو.

د رپورټونو تر مخه د جنسي حملو ښکار شوي ماشومانو جینکو عمرونه د 1 کال نه تر 18 کالو پورې او د هلکانو عمرونه د 6 کالو نه تر 15 کالو پورې وي. د ساحل په رپورټ کې ليکل شوي د جنسي زیاتي تر ټولو ډېرې پېښې په پنجاب صوبه کې بیا په سنده، پښتونخوا او په اخر کې په بلوچستان صوبه کې شوي دي.

د ماشومانو د حقونو د پاره کارکونکی فعال عمران ټکر واي په دې شمیرو کې ورځ تر ورځه تیزي لیدل کیږي. د ښاغلي ټکر په خیال روان کال په دې حملو کې لا تیزي لیدل شوې او داسې پېښې سوا شوي چې ماشومان د جنسي حملو ورستو اووژل شي.

په ماشومانو د جنسي تشدد دا شمیرې باوري دي؟

ارشد محمود واي دا شمېرې په وړو کې د مالگې هومره دی. د ارشد په خیال هره ورځ د پولیسو سره د لسو ماشومانو د جنسي حملو رپورټونه درج کیږي، هغه دعوا کوي حقیقي شمیره ډېرې غټې دي. د هغه په خیال په زیاترو سیمو کې چې په ماشومانو جنسي تشدد اوشي نو مور اوپلار یې ورباندې د رسوای له ویرې غلي پا تې شي.

عمران ټکر د جنسي زیادتیو د رپورټونو نه کولو یو بل علت د پولیسو د محکمې کارکردگي ښايي، هغه گڼي خلق د جنسي زیادتیو رپورټونه ځکه نه کوي چې د پولیسو نه ورته د زر انصاف تمه نه وي.

په پښتونوخوا صوبه کې د یو شخصي ادارې فعال سید عثماني وايي په داسې خبرو د خاموشه پاتېکیدلو غټ علت کلچر دی. د پوهانو په خیال په پاکستان کې یو پخوانی روایت دا هم دی چې په داسې قضیو کې خلق د جرگو او ننواتو نه هم کار اخلي. د مثال په توگه د زیاتي کونکي تن کورنۍ د متاثره شوي تن کورنۍ ته روپۍ ورکړي یا ورته بله څه مالي گټه ورسوي او خبره پټه په پټه غوسه کړي او تورن تن د سزا نه بچ شي. لکه د قتل په سزا کې چې اسلامي سزا کې که قاتل اوبخښل شي او د سزا نه د بچ شي.

په ماشومانو دا حملې څوک او چرته کوي؟

ددې حملو وختونه ، مقامونه او د حمله کونکي تن پیژندگلو د کومې سیمې او تعلق سره نه ده. د "حوا لور" نومې ادارې کارپوه خورشید بانو وايي په ماشومانو زیاتره وخت اولنۍ حمله په کور کې شوي وي، بیا دغه لړۍ تر دیني مدرسې، تر سکوله او بازاره رسي. دهغې په خیال په کورونو کې ماشومان د خپلوانو، په سکولونو کې د سترو ملگرو او استاذانو او په بازارونو کې د نا اشنا حمله کونکو د حملو ښکار کیږي.

ارشد واي داسې ماشومان چې د لارو بسونو یا په هوټلونو کې کارونه کوي د حمله کونکي تر ټولو اسان ښکار جوړیږي.

په پاکستان کې په جنسي تعليم خبرې یوه ټېبو ولې ده؟

پاکستان په نړۍ کې دویم هیواد دی چې د سکول نه د بهر ماشومان شمیر پکې ډېر لوی دی. په کال 2017 کې 18 لاکه ماشومان د سکول نه بهر وو. د ماهرانو په خیال داسې ماشومان چې یواځې وي د حمله کونکي لپاره اسان ښکار وي.

که څه هم پا کستان یو گڼ نسلي او گڼ کلتوري هیواد دی خو د هیواد په زیاترو سیمو کې پاتېکیدونکي قامونه په کور کې خپلو ماشومانو ته جنسي تعليم د خپلو کلتوري او مذهبي اصولو په ضد گڼي. ماهران وايي که دا ټیبو د منځه لاړه نو بیا نوره پوه سوا شي.

ماهران وايي په پاکستان کې ماشومانو ته د سیکس په حقله تعليم بلکل نه ورکول کیږي او په دې موضوع خبرې سپکې، کوچرې او غیر مذهبي گڼل کیږي. د ماهرانو په خیال که ماشومانو ته په ورکوټوالي د سیکس په حقله تعليم ورکړی شي نو یو ماشوم د حمله کونکي نه تر ډیره حده ځان ساتلی شي.

په ماشومانو د جنسي حملو د مخ نیوي لپاره حکومتونه څه رول لوبوي؟

د خیبر پښتونخوا حکومت د چایلډ پروټیکشن اینډ ویلفیر ارگنایزیشن ادارې مرستیال مشر اعجار محمد خان واي که څه هم په دې حقله د تعليم څه سکوټه منصوبه نشته خو دوي په صوبه کې د خلقو د پوهه کولو لپاره د"نور قلار شئ" په نوم یو مهم پیل کړی دی.

اعجاز خان د پوهې مهمونه په اخبارونو، ټي وي چینلو کې ورکول کیږي او اولس ته د پیغام رسولو په خاطر د ادارې چارواکې سیمینارونه هم کوي.

اعجاز خان چې په کومه اداره کې کار کوي ددې د یو کال بجټ یو کروړ روپۍ یا څه دپاسه 66000 زره امريکاي ډالره دی. خو د ادارې د صوبې مشر واي اوس دا بجټ حکومت څلور کروړه روپۍ کړو. ارشد محمود واي دا بجټ ډېر کم دی او دې نه معلومیږي چې حکومت په دې مسله کې ډېر پیاوړی رول نه لوبوي.

مطبوعات په ماشومانو د جنسي حملو په خبرونو کې بې احتیاطي کوي؟

د کارپوهانو په خیال په ماشومانو د جنسي حملو په لړ کې د میډیا کردار بې باکه دی. د جنسي تشدد په خبرونو کې زیاتره وخت توجو دې خبره ته ورکول کیږي چې سختې سزا گانې ورکول پکار دي. کله چې په دې موضوع رپورټونه جوړېږي نو زیاتره پکې د اغیزمنې کورنۍ د اجازت نه بغیر د هغوي تصویرونه هم ورکوي. بیا که د متاثره شوي ماشوم سره که انصاف اوشي او کنه خو هغه په میډیا کې مشهور شي او خلق یې اوپیژني بیا ورته په ټولنه کې تل پیغورنه کیږي.

بلې خواته په شخصي سوشل میډیا گروپونو کې هم د متاثره شوو ماشومانو ویډیو فلمونه او عکسونه خپریږي. ارشد وايي تازه عکس د یوې 11 کلنې متاثره جینۍ وو چې په واټس گروپ کې د هغې د اجازت نه بغیر خپور شوې وو. د ارشد محمود په خیال میډیا له د جنسي زیاتي په کیسونو کې احتیاط پکار دی.

هغه وايي د میډیا لپاره یو طریقه شته دی خو بیا هم په عمومي توگه د میډیا بعض ادارې د متاثره کورنۍ زاتي ژوند برسیره کوي، یعني په روپورټونو کې د هغوي پوره پیژندگلو ورکړی کیږي.

غیر دولتي ادارې د جنسي حملو په حقله څه کردار لوبوي؟

ماهران وايي په پاکستان کې غیر شخصي ادارو په دې لړ کې رول د ستاینې وړ دی. د این جي اوز د راتگ سره څه اوس په ټولنه کې څه لږ ډیر بدلون لیدل کیږي او ځیني خلق اوس په خپلوماشومانو د جنسي حملو رپورټونه پولیسو ته ورکوي. د مردان د پولیسو یو مشر په یو خبري کانفرنس کې ويلي وو چې د جنورۍ 2019 نه تر اکتوبر 2019 پورې خلقو 94 کیسونه په مردان ښار کې درج کړي وو چې 46 پکې باقاعده د جنسي تشدد او 48 د جنسي حملو وو. دښاغلي ټکر په خیال اوس تر ډیره حده په دې موضوع خبرونو ورکولو ته میډیا ډیره چټکه شوې ده.

د ماشومانو د قضیو د پاره ځانگړي عدالتونه

په کال 2000 کې د ماشومانو د قضیو د پاره د جووینایل عدالتونو جوړیدلو امر شوې وو او په کال 2018 کې بیا حکومت یو مکمل قانون جوړ کړو.

دا وخت په پاکستان کې د ماشومانو د ځانگړي قضیو لپاره د چایلډ پروټیکشن قانون لاندې ځانگړي عدالتونه په پېښور، مردان، ایبټ اباد، او لاهور کې کار کوي په مومندو، کوټه او کراچۍ کې ورباندې کار روان دی ، خو د عمران ټکر په خیال دې عدالتي نظام کې د نور چټکتیا او یو بل سره د تړون حاجت دی.

د جاوید اقبال د قضیې نه تر دې دمه په زرگونو ماشومانو جنسي حملې شوي او دا لړۍ لا روانه ده. د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې که د جنسي حملو مجرم ته د خلقو په مخ کې د تیزندۍ قانون منظور شو نو په دې جرمونو کې به کمی راشي؟ که څه هم ددې سوال جواب ماهران ډېر په خوشبینۍ سره نه ورکوي خو واړانديز کوي د سزاگانو ورکولو قانون او د قانون نافذ کونکو ادارو تر منځ جوخت تړون او د میندو پلرونو تربیت پکار دی او ورسره په سکولونو کې هم په دې موضوع ماشومانو ته تعليم ورکول پکار دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG