لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان او چین ویلي په مشترکه سرحد موجوده تاوتریخوالی به کموي


د جون په ۱۵ نېټه په لداخ کې د چین او هندوستاني عسکرو لاس په لاس جنګ کې ۲۰ هندي عسکر وژل شوي دي. چین نه دي ویلي چې آیا کوم تلفات یې شوي دي او که نا؟

چین او هندوستان ویلي د همالیه په غرنۍ سیمه کې د دواړو ملکونو په مشترکه سرحد راپورته شوی تاوتریخوالی به کموي. د دواړو ملکونو ترمنځ په پوله موجوده کړکیچ چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د ترټولو زیاته سنګینه شخړه ده ۲۰ هندي عسکر وژل شوي دي.

که د هندوستان او د چین تاوتریخوالی په کمېدو دی نو د پاکستان او هند ترمنځ سفارتي تاوتریخوالی زیات شوی دی او هندوستان په نوي دلي کې د پاکستان په هائي کمیشن یا سفارتخانه کې دسفارتي مامورینو دشمیرې نیمې ته د راکوزولو اعلان کړی دی اؤ نیمایي پاکستاني سفارتي مامورینو ته یې امرکړی چې په یوه هفته کې دننه باید له دغه هیواده اوځي.

ددې ترڅنګ هند پاکستان کې هم د خپلو سفارتي مامورینو دشمیرې نیمایي ته د راکوزولو اعلان کړی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د هندوستان پوځي مامورینو د چین او هندوستان ترمنځ په اوږدو مذاکراتو کې په دې خبره اتفاق وشو چې د دواړو ملکونو پوځونه دې په شا شي او د دې په طریقه کار به خبرې کولی شي.

په پوله د تاوتریخوالي راپارېدو وروسته د چین او هندوستان اضافي ځواکونه د لداخ په سیمه کې یو بل ته مخامخ پراته دي.

په بېجنګ کې د خارجه دفتر ترجمان ژاو لیجیان وویل دواړه ملکونه متفق شوي چې تاوتریخوالی دی ختم کړی شي.

د جون په ۱۵ نېټه په لداخ کې د چین او هندوستاني عسکرو لاس په لاس جنګ کې ۲۰ هندي عسکر وژل شوي دي. چین نه دي ویلي چې آیا کوم تلفات یې شوي دي او که نا؟

د نوي دلي نه د وي او ای د انګریزۍ څانګې خبریالا انجانا پاسریشا په خپل رپورټ کې وايي د هندي او چینايي مامورینو ورستي بیانونه ښايي دا لومړی ځل دی چې دواړو ملکونو د تاوتریخوالي د کموولو په لړ کې پرمختګ کړی دی.
خو په نوي دلي کې څیړونکي وايي د همالیه په سیمه کې د دواړو ملکونو ترمنځ حالات به کړګېچن وي.

په نوي دلي کې ابزرور ریسرچ فاوډېشن منوج جوشي وايي ورستي تاورتریخوالي د هندوستان او چین په پوله د امن ساتلو دپاره د کال ۱۹۹۳ د اعتماد سازۍ چوکاټ لمنځه یوړو.

د لداخ په سیمه د دواړو ملکونو عسکرو ته د وسله ساتلو اجازت نه وي.

دواړو ملکونو په یو بل د جګړې د شروع کوولو الزامات لګولي دي.

هندي چارواکو په چین د هندوستان غاړې ته ا اوړېدو الزام لګولی دی او ي وايي په سیمه کې دې سټېټس کوو یا پخوانی حال پرځای کړی شي. چین په مشرقي لداخ کې به ګلوان وادۍ د ملکیت دعوه کړې او هم په دغه علاقه کې د دواړو ملکونو عسکرو جګړه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکي صدر په انقره کې ځانمرګي برید ناکامه بللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG