لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین په پاکستانیانو واده ٥٠ چینايي ښځې گرفتار کړې دي


ویغور وايي چین په دوی زور زیاتی کوي او د دوي اسلامي او ثقافتي شناخت د ختمولو لپاره گامونه پوره کوي
ویغور وايي چین په دوی زور زیاتی کوي او د دوي اسلامي او ثقافتي شناخت د ختمولو لپاره گامونه پوره کوي

چین د هېواد په سنکیانگ صوبه کې ٥٠ هغه ښځې نيولې دي چې پاکستانیانو سره یې ودونه کړې دي.

د گلگت بلتستان اسمبلۍ د اتوار، شنبې، په ورځ په یو قرارداد کې د دغه چینايي مېرمنو په موضوع بحث وکړو.

په قرارداد کې غوښتنه وشوه چې د پاکستان حکومت دې په سنکیانگ کې د نېول شوو ښځو د ازادولو دپاره گامونه پورته کړي.

د گلگت بلتستان اسمبلۍ نایب سپیکر وویل دغه مېرمنې تیر کال په داسې مهال ونیول شوې چې خپلو خپلوانو د لیدلو دپاره سنکیانگ ته تللې وې او په دغه وخت چینايي مامورینو د مشکوک مسلمان نسل ویغورو خلاف د ترهگرۍ ضد اقدامات کول.

په سنکیانگ کې نیول شوو زیاتره مېرمنو په گلگت بلتستان کې ودونه کړې دي. سنکیانگ او گلگت بلتستان د خنجراب تنگي (دری) د لارې تجارتي اړیکې لري.

د گلگت بلتستان قانون سازانو وویل د دوی سیمه د سنکیانگ سره زاړه ثقافتي تعلقات لري او د دواړو سیمو خلک د تیرو څو لسیزو راهسې د یو بل سره ودونه کوي. قانون سازانو وویل سنکیانگ کې نیول شوي ښځې د ترهگرۍ سره هیڅ تعلق نه لري.

په سمدستي ډول پاکستاني او چینايي مامورینو په دغه موضوع څه نه دي ویلي.

چین الزام لگوي چې په سنکیانگ کې میشته ویغور نسل مسلمانان د هېواد نه بېلیدل غواړي او بیلتون خوښې ډلې په صوبه کې بې ثباتي راپاروي. چینايي مامورین د ویغورو په یو تنظیم ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ یا ایي ټي ایم د ترهگرۍ د حملو تورونه لگوي.

ویل کیږی چې ايي ټي ایم په افغانستان او پاکستان کې هم د وسله والو ډلو سره روابط لري.

ویغور وايي چین په دوی زور زیاتی کوي او د دوي اسلامي او ثقافتي شناخت د ختمولو لپاره گامونه پوره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG