لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا سیکټریټ:سبق ویونکي قبایلي ځوانانو لپاره وظیفه سوا کړی شوې.


رپورټ:ارشد مومند
د پاکستان قبائيلي سیمو د انتظامي چارو دفتر فاټا سيکټريټ د تعليمي برخې لخوا د قبائيلي سيمو په يونيورسټو,کالجونو او سکولونو کې زدکونکو لپاره د سرکاري وظيفو زیاتولواعلان کړیدی.
د فاټا سيکټريټ د تعليم محکمې ناېب ډاېریکټر شهنشاه ډیوه ریډیو ته واېي د قبائيلي سيمو اولس د ترهګرۍ اؤ غربت ښکار دی. او په دغو سیمو کې د کلونو راهسې روانې جکړی لوجی د تعليم کچه ډیره پریوتې ده. د هغه په وینا په قبایلي سیمو کې د تعلیم وضع خه کولو لپارا ېي د راروان کال په کلیز ترقياتي پروګرام کې زیاته برخه د طالبعلمانو وظيفو ته مختص کړي ده:
"د يولسم او دولسم جماعت زدکونکو وظيفه د ۱۵۰۰نه ۵۰۰۰شوه ، او د څوارلسم جماعت طالبعلمانو سکالرشپ ۶۰۰۰شو. د هاېي سکول یا شپږم نه لسم جماعت پورې سبق ویونکي جینکو لپاره د مياشتنۍ ۲۰۰روپۍ وظيفه مقرر شوي . د قبایلي سمیو نه د شپاړسم او ايم فل کونکو ځوانانو د داخلې فيس به د وفاق له طرفه ورکړل کیږي."
د فاټا سيکټريټ د شميرو ترمخه د شپږم جماعت نه تر لسم جماعت پورې زدکونکو شمير د ۶۰زرو نه زياته ده. په يولسم او دولسم جماعت کې ۱۲زرو پورې زدکونکي دي. د ډګری لیول یا ديارلسم جماعت نه بره زدکونکو شميره ۷ زرو پورې ده. د قبایلي سیمو د ځوانانو یوی ډلی فاټا يوته فورم نائب صدر عمران مومند وائي قبائيلي سيمو کې خراب تعليمي نظام له وجې زياتره ځوانان د هيواد د نورو برخو کې په تعليمي ادارو کې داخلې اخلي. دغه ځوانانو ته که یو خوا د استوګنې لپاره د پیسو ضرورت وي نو بل خوا د داخلو زیاتو فيسونو لپاره هم پيسو ته اړتیا لري. عمران مومند په وظیفو کې شوي اوسني زياتوالي هر کلې کوي خو زیاتوي دغه پیسې دی نوری هم سوا کړی شي:
"مونږ د دې زیاتوالي ستائنه کوو چې قبائيلي ځوانانو لپاره په پاکستاک کې هم چا يو قدم اوچت کړو. خو مونږ غواړو چي پدغه وظیفه یا سکالرشپ کې دی نوره اضافه هم وشي ځکه مونږ ته اوس وظيفه ۵۰۰۰شوه اؤ خيبر پختونخوا صوبه کې کمه وظيفه ۱۰۰۰۰ده. د قبائيلي سيمو د ځوانانو خو دغه ۵۰۰۰ روپۍ خپلو سيمو ته په تګ راتګ لګي "
د قبائيلي سيمو د طالبعلمانو لپاره کومه ځانګړي يونيورسټي نشته او د قبایلو لپاره وړاندی اعلان شوي يونيورسټۍ په جوړولو لا تر دې دمه لاس نه دې پورې شوې او خواؤ شا ۳۷ کالجونو کې زياتره بند پراته دي. هم دغه وجه دهه چې د قبایلي ځوانانو په خپلو سیمو کې د تعليم سلسله قطع شوی ده. او دوي زیات تره د خيبر پختونخوا په يونيورسټو اؤ کالجونو کې داخلې اخلي او ددغې له وجې په تعليم باندې راتلونکې مصرف یا خرچه زياتيږي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG