لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : وزيراعظم صدر زرداري ته د کرکټ په سفارت کارۍ حال احوال تير کړى


Pakistan's Prime Minister Yusuf Raza Gilani sits with his Indian counterpart Manmohan Singh as they watch the ICC Cricket World Cup semi-final match between India and Pakistan in Mohali March 30, 2011. The prime ministers of nuclear-armed foes India and P
Pakistan's Prime Minister Yusuf Raza Gilani sits with his Indian counterpart Manmohan Singh as they watch the ICC Cricket World Cup semi-final match between India and Pakistan in Mohali March 30, 2011. The prime ministers of nuclear-armed foes India and P

د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دزيارت په ورځ په ايوان صدر کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري ته دهندي وزيراعظم من موهن سنگهـ سره دترسره شوؤ خبرو دتفصيلاتو حال احوال تير کړى دى.
صدر اصف علي زرداري دهند او پاکستاني وزيراعظمانو ليدنه دسيمې دپرمختيا لپاره غوره گام وگرځولو او هيله يې څرگنده کړه چې دغه ليدنه به ددواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ دمهمو معاملو دهواري لپاره دکيدونکو دمذاکراتو هڅو کې مددگاره ثابته شي. پاکستاني صدر دهندي وزيراعظم لخوا دکرکټ ميچ لپاره دپاکستاني مشرانو خپل هيواد ته دبلنې گام هم وستائيلو او وې ويل دباضابطه تماسونو سره به نۀ يواځې دا چې ددواړو هيوادونو ترمينځ حل غوښتونکو مهمو شخړو په هواري کې لاس امداد وشي بلکې دې سره خام خيالۍ او بې باوري هم له مينځه تللى شي.
صدر اصف علي زرداري دپاکستان او هند دکرکټ ټيمونو ستائينه وکړه او وې ويل چې دواړو ټيمونو ديو ښۀ ميچ کتلو لپاره موقعه برابر کړه.
ښاغلي زرداري وويل دميچ گټل يا بائيلل په حقيقت کې اهم نۀ ؤ بلکې څه چې مهم او دستائيلو وړ وؤ هغه لوبغاړو دلوبې کولو جذبه وه او ددغه ميچ له امله نۀ يواځې دا چې ددواړو هيوادونو مشرانو پخپل مينځ کې ليدنه وکړه بلکې ددواړو گاونډي هيوادونو اولس ته يې دتفريح يوه وسيله هم برابر کړه.
تيره ورځ دپاکستان وزيراعظم دهند او پاکستان ترمينځ په موهالي کې دميچ کتلو لپاره ديوې ډلې سره هند ته تللى ؤ او دغلته يې دميچ کتلو ترڅنگ وزيراعظم من موهن سنگهـ سره ليدنه کړې او هغه ته يې پاکستان ته دسفر کولو بلنه هم ورکړې وه.
ددواړو هيوادونو وزيراعظمانو په موهالي کې دليدنې په مهال دټولو حل غوښتونکو شخړو دخبرو اترو له لارې په هوارولو اتفاق کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG