لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ولې بيا بیا وايي پښتانه او طالبان يو دي؟


واشنګټن - د پښتنو قامپاله ګوندونه او فعالین د پاکستان وزير اعظم عمران خان يو وارې بيا په دې غندي چې څنګه يې ويلي د پاکستان پښتانه په پښتونولۍ د افغان طالبانو ملګري دي.

د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اېمل ولي خان په خپل فېس بوک پاڼه لیکلي: «پښتنو ته دهشتګرد او طالبان ويلو واله سړي ذهني توازن بایللی. د وزیراعظم په څوکۍ ناست کس له شرم پکار دی چې یو سوله ایز قام ته دهشتګرد وايي. پښتانه د ترهګرۍ ښکار دي. ترهګر نه دي.»

عمران خان مېډل ايسټ ايي ته په تازه مرکه کې ويلي د طالبانو تحريک مذهبي نه بلکې يو پښتون تحريک دی او د ډيونډ د کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه د يو بل سره په مذهب نه بلکې په پښتونولۍ ولاړ دي. نوموړي دا هم ويلي چې تحريک طالبان پاکستان د رياست خلاف حملې هله شورو کړې چې د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې پاکستان د امريکا پلوي شو.

عمران خان د خپل دغه وینا په اړه کوم واضح دليل يا ثبوت نه دی ورکړی خو نوموړی په خپله په افغانستان کې د امریکا په جګړه کې د پاکستان په ملګرتیا څو وارې نیوکې کړي او په پاکستان کې یې د ترهګرو پر ضد د ډرون حملو خلاف مهم مشري کوله.

عمران خان د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته هم په خپله وينا کې ويلي وو د پاکستان پښتانه د افغان طالبانو سره خواخوږي لري او بل دا چې په پاکستان کې ټول کډوال د طالبانو ملاتړي دي.

د طالبانو په زور د افغانستان د حکومت نيولو وروستو نزدې دوه مياشتې کيږي خو د پاکستان نه د افغان کډوالو چې د عمران خان په وينا د طالبانو پلويان دي بيرته افغانستان ته د تګ کومه لړۍ نه ده پيل شوې بلکې د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې د رپورټونو تر مخه د طالبانو د واک اخستلو وروستو ډېر نه ډېر خلک د افغانستان نه د بهر وتلو په هڅو کې دي.

عمران خان ولې پښتانه مذهبي ډلو پسې ورتړي؟

د پاکستان د جوړښت او د رياست د پښتنو په اړه تګلارې ته د واشنګټن ډي سي د څېړنيزې ادارې امريکن انټرپرايز انسټيټيوټ کارپوه مايکل روبين وي او ای پښتو سروس ته په يوه مرکه کې وايي:

Michael Rubin - Imran Khan
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

(پښتو ژباړه یې لاندې کتلی شئ)

“هسې يوه عامه خبره کوم چې پاکستان په 1947 کې د مسلمانانو د پاره يو ملک جوړ کړی شو. خو په 1971 کې چې کله دا مشرقي پاکستان و او اوس بنګله ديش دی د جوړېدو وروستو پاکستاني واکمنانو دا وانګېرله چې په (مغربي) پاکستان کې دننه څه نسلي حقيقتونه داسې دي چې د پاکستان يوالي ته خطر جوړېدلی شي. او دا بيا په داسې حال کې چې دغلته د 1950 د لسيزو نه د پښتون او پښتونستان لانجه روانه وه. خو د بنګله ديش د جوړېدو وروستو دا د پاکستان د بقا مسله وګرځولی شوه او ځکه پاکستاني واکمنو او په خاصه توګه استخباراتي ادارې اي ايس اي طالبان او نور اسلامي تنظيمونه په دې خيال وروزل چې په دې به د ملک يوالی تر لاسه کړي. ځکه يې دغلته هغه څوک چې قامپاله وو وځپل چې ګڼي دوی د يو بل ملاتړ نه شي”.

په دې حقله پخواني سنېټر او د قامپاله سياست يوه ښکاره څېره افراسياب خټک د ټوېټر په ټرېنډ هيش ټيګ پښتانه ترهګر نه دي ته په خپل ټوېټ کې ليکلي “ځپلي شوي پښتانه په پاکستان کې دومره توان نه لري چې داسې کارخانې ولري چې تندلاري او ترهګر جوړ کړي، بهرني ترهګرو ته پاسپورټونه ورکړي او اوسامه بن لادن په محفوظ کور کې پټ وساتي. پاکستاني اشرافيه تندلاري او ترهګري د پښتنو د غلامولو د پاره کاروي”.

يو بل د سوشل ميډيا فعال او د عوامي نيشنل ګوند د صوبې د کلتور او فرهنګ د څانګې مشر پروفيسر خادم حسين په غبرګون کې وي او ای ډيوه ته اوې “عمران او کمپني يې کوښښ کوي چې پښتانه ترهګر او وسله وال ثابت کړي او دا په اراده کوي. دا ځکه چې د هغې چانه د خلکو پام واړوي څوک چې پراکسي وار د پاره شخصي ملېشې جوړوي.”

عوامي نيشنل ګوند وايي نزدې 1200 مشران، د اسمبلۍ غړي او عام کارکنان يې د ترهګرۍ ښکار شوي چې په ځانمرګو بريدونو، بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي چې ذمه واري يې اکثره تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستلې ده.

په پېښور کې د ډان ورځپاڼې ايډيټر اسماعيل خان هم غلی پاتې نه شو او عمران خان ته يې په ټويټ کې وليکل “ګران وزير اعظم يو وړوکی شان نظر لرم. پښتنو په رياست حمله ونه کړه بلکې تحريک طالبان پاکستان وکړه لکه څنګه چې پنجابيانو په رياست حمله ونه کړه بلکې پنجابي طالبانو وکړه. پښتانه وټکول شول، شل کوډ کړل شول، ووژل شول او بې کوره کړل شول. زه پوهېږم ته په دې خبر يې. په احترام”.

د عمران خان دا رنګه بيا بيا وينا د پاکستان د پاليسۍ تسلسل دی؟

د پاکستان د پوځ پخواني مشر او مارشل لا ايډمينسټريټر جنرل پروېز مشرف هم د خپل اقتدار په وخت کې ويلي وو طالبان ټول په ټوله پښتانه دي او زياته کړې يې وه ولې د افغانستان او پاکستان پښتانه يو کيږي نه.

عمران خان هم د جنرل مشرف بيان ته ورته خبره کوي چې ګني پښتانه او طالبان يو دي خو نيوکې په دې راپورته کيږي چې وزير اعظم لا کوم بل لوړ پوړی چارواکی دا ويل غواړي چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال جنګ د پښتنو جنګ دی؟

جنرل مشرف د امريکا او نيټو لخوا د افغانستان په جګړه کې په کال 2006 کې په وړومبي ځل د فشار لاندې راغی کله چې ترې په پاکستان کې د طالبانو او القاعده خلاف او د افغانستان سره د ترهګرو په مخ د پولې د تړلو د پاره د کوټلي ګامونو پورته کولو غوښتنه وشوه.

پخوانی صدر پروېز مشرف
پخوانی صدر پروېز مشرف

د کونسل ان فارن ريليشنز د معلوماتو تر مخه جنرل مشرف يو خوا طالبان په افغانستان کې د هندي اثر کمولو د پاره خپله سټرټيجېک اثاثه بلله او ساتله نو بل خوا يې په ملک دننه د مذهبي تندلاري تنظيمونو د ويرې داسې ګامونه نه شو اخستلی چې په ملک کې اړی ګړی جوړ کړي.

د ځايي خلکو په وينا که څو هم د افغانستان سره لګېدلې پوله د شوروي اتحاد خلاف په جنګ کې کارېدله خو په پخوانۍ قبايلي فاټا کې چا تند لاري وسله وال د تنظيمونو په شکل کې د کال 2002 نه وړاندې نه دي ليدلي او هم دا کال و چې جنرل مشرف پاکستانی پوځ د پولې د ساتنې په نوم يادې سيمې ته ولېږلو.

په پاکستان تور دی چې دا وسله والې ډلې يې روزلي او د نړۍ سره يې د ترهګرۍ په جنګ کې د ملګري په حيث دوکه کړې ده خو عمران خان وايي د امريکا په مرسته پښتنو د پاکستان رياست خلاف وسله وال جنګ پيل کړو.

د عمران خان د پښتنو سره نسلي که جذباتي اړيکې؟

د کال 1992 د کرکټ د نړيوال کپ ګټلو وروستو عمران خان په شخصي دوره وزيرستان ته تلی و چې نزدې ملګري يې وايي ځان پښتون بولي ځکه يې د مور د غاړې خپلې برکي قبيلې ته مخه کړه او بيا يې په پښتنو او خصوصي توګه د وزيرستان په قبيلو د واريير ريس لا جنګي نسل په نوم کتاب هم وليکلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG