لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او ایران وایي د تجارتي ودې لپاره به په افغانستان کې د امن ګډې هڅې کوي


د افغانستان صدر اشرف غني، د ایران صدر حسن روحاني او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي
د افغانستان صدر اشرف غني، د ایران صدر حسن روحاني او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي

د هند وزیراعظم نریندرا مودي او د ایران ولسمشر حسن روحاني پر دې سلا شول، چې په افغانستان کې به د امن لپاره هڅې کوي. وزیراعظم مودي په خبري غونډه کې یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو ژمنه تکرار کړه، هغه وویل:

"موږ غواړو چې افغانستان یو سوله ییز، خوندي، تلپاتی، سوکاله او مترقي هېواد و اوسي او موږ [هند او ایران] به په ګډه د دې لپاره کار کوو"

دواړو مشرانو د کوم هېواد نوم وا نه خیست، خو د داسې قوتونو د مخنیوي هوډ یې څرګند کړ، چې وایي په نړیواله کچه ترهګرۍ، توندروۍ، غیرقانوني قاچاک، سایبر او نورو جرمونو ته وده ورکوي.

د ایسوشیېټډ پریس د خبر له مخې ایران او هند د خالي- شنبې په ورځ ځینې تړونونه لاسلیک کړل، په هغوی کې مهم تړون دا دی چې د ایران چابهار بندر د ۱۸ میاشتو لپاره هند ته په اجاره ورکړل شوی دی.

ټاکل شوې پر دې منصوبه به ۸۵ میلینه ډالره ولګېږي، چې له مخې به یې د هند، ایران او افغانستان تر منځ تجارتي لارې جوړېږي.

د هند او ایران هېوادمشرانو په نوي ډیلي کې دا تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د چابهار بندر د لومړي پړاو د کارونو واک د اتلسو میاشتو لپاره له هند سره وي.

د تړون تر لاسلیک کولو وروسته یوې ګډې خبري غونډې ته هندي وزیراعظم نریندرا مودي وویل، دواړو هېوادونو غوښتل چې خپلې دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي او خپلو اقتصادي همکاریو ته وده ورکړي. ښاغلي مودي زیاته کړه:

"موږ به د چابهار- زاهدان د رېل پټلۍ په جوړولو کې مرسته کوو، چې د چابهار له دروازې په بشپړه توګه ګټه واخیستل شي. موږ غواړو د برېښنا په برخه کې همکاري وکړو او خپلې پخوانۍ اړیکې ټینګې او پراخې کړو"

ښاغلي مودي زیاته کړه چې هند او ایران به د انرجۍ، امنیت او د سیمې د نښلولو هڅو ته دوام ورکوي، چې چې د منځنۍ اېشیا او په وچه کې را ګېر هېواد افغانستان بازارونو ته د تجارتي رسېدنې لپاره له چابهار بندره ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان، هند او ایران په ۲۰۱۷م کال کې یو درې اړخیز تړون لاسلیک کړی وو، چې له مخې به یې افغانستان او هند د چابهار بندر په وسیله تجارتي همکارۍ کوي. تر دې تړون وروسته هند غواړي افغانستان ته ۱۱ ټنه غنم په وړیا توګه ورکړي، چې تر چابهار بندره به د اوبو له لارې او له هغه ځایه به په لاریو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG