لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان هغه ١٥ کسان گرفتار کړي چې په چیمپینز ټرافۍ کې يي د پاکستان په گټه خوشحالي کوله


د چیمپینزټرافۍ سره د پاکستاني ټیم تصویر
د چیمپینزټرافۍ سره د پاکستاني ټیم تصویر

د کرکټ په چیمیینز ټرافۍ فاینل میچ کې د هندوستان خلاف د پاکستان په بریا د خوشحالي نمانځلو په سر هندوستان ١٥ کسان گرقتار کړې دي او مطبوعات وايي په نیول شوو کسانو کې په ١۴ ؤ په عدالت کې د غدارۍ الزام لگول شوی دی چې سزا يي اوږد قید کیدی شي.

د امرېکې سي این این ټیلې وژن خپل رپورټ کې ویلي نیول شوي کسان ټول مسلمانان دي او د مدیه پریش ریاست سره تعلق لري.

د مدیه پریش ریاست په موهاد کلي چرته چې دغه گرفتارۍ شوي دي پولیس افسر سنجی پاټک ویلي نیول شوو کسانو " د پاکستان گټه نمانځله، اتش بازي يي کوله او د هندوستان خلاف يي نعرې وهلې."

د نیول شوو کسانو عمرونه د ١٩ کلونو نه تر د ٣٥ کلونو پورې دي او ١۴ پکې د نهې، سه شنبې، په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شول چرته چې پرې د غدارۍ او د مجرمانه سازش الزامات ولگول شول.

سي این این وايي سډینشن یا بغاوت سنگین جرم دی چې سزا ١۴ کاله قید کیدی شي.

پولیس افسر پاټک وویل پولیس به عدالت کې ددغه کسانو خلاف هغه وډیو د ثبوت په توگه پیش کوي چې پولیس او عامو خلکو ددوي د "ورانکارۍ" جوړ کړې دي.

سي این این وايي هندوستان او د پاکستان ترمنځ په کرکټ کې رقابت د کال ١٩٥٢ راهسې شروع شوی دی. په دغه کال کې دواړو هیوادونو د کرکټ وړمبی سیریز شوی و.

د انگلینډ په اوول میدان د چیمپینز ټرافۍ په فاینل کې د هندوستان د گټې زیات امکان و خو پاکستان ترې په غیر متوقع توگه دغه میچ په ١٨٠ رنزونو وگټلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG