لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان د استخباراتو پخوانیو مشرانو په نوي کتاب کې څه ویلي دي؟


د پاکستان د استخباراتي ادارې، آیي اېس آیي، پخواني مشر ریټایرډ لیفټننټ جنرل اسد دراني ویلي چې له خپل هندي سیال، امرجیت سنگهـ دلت سره یې گډ کتاب په دې هیله لیکلی چې هند او پاکستان یوځل بیا خپلو کې خبرو ته وهڅوي.

د کتاب له چاپ وروسته، امرجیت سنگهـ کرار ناست دی، خو له ځینو لانجمنو پټو حقیقتونو نه د پردې اوچتولو پر سر، د کتاب پاکستانی لیکوال، اسد درانی اوس له مشکل سره مخ دی.

هغه په کتاب کې منلې چې د پاکستان پوځ، د بن لادن پر سر له امریکا سره معامله کړې وه او پیسې یې اخیستې وې. د آیي اېس آیي پخواني مشر دعوه کړې چې د پاکستان پوځ ترمخه لا خبر و چې امریکا به د بن لادن د نیولو او وژلو دپاره په پاکستان کې دننه حمله کوي. اسد دراني وایي چې پاکستاني پوځ د خپلې همکارۍ په بدل کې، پیسې اخیستې وې، خو له حملې وروسته یې داسې وښوده چې گني دوی نه و خبر او په دې برید، هک پک شوي دي.

اسد دراني په کتاب کې شرح ورکوي چې ولې هغه فکر کوي چې د پاکستان ریاست د امریکې له عملیاتو ځان ناخبره وښود. هغه وایي: «ما وویل په سیاسي دلایلو، دې خبرې به په پاکستان کې ښه عواقب نه درلودل چې موږ له امریکې سره د یو چا په نابودولو کې چې ډیری پاکستانیان یې اتل گڼي، همکاري کړي وي.»

"د جاسوسي پیښو تاریخي بیان: را، آیي اېس آیي، او د سولې باطل تصور" (The Spy Chronicles: RAW, ISIS and the Illusion of Peace) کتاب، د پاکستان د استخباراتو آیي اېس آیي پخواني مشر، اسد دراني، او د هند د استخباراتو ـ را ـ پخواني مشر، امرجیت سنگهـ دلت په گډه سره لیکلی دی.

دا کتاب تیره اونۍ په هند کې خپور شو، او تر اوسه په پاکستان کې بازار ته نه دی راوتلی، خو د پي ډي اف په بڼه، د وټس اپ له لارې په پراخه اندازه خپور شوی دی.

کله چې دا کتاب راووت، نو په ډهلي کې یې په ویاړ یوه غونډه راوبلل شوه، خو جنرل دراني ونشو کولای هلته ولاړ شي، ځکه د هند حکومت ویزه ورنه کړله. بیا هم، ښاغلي دراني خپل یو ویډیویي پیغام غونډې ته ورواستاوه او په هغه کې یې وویل چې د دې کتاب د لیکلو نه یې مقصد دا و چې د دوو اټمي قدرتونو ترمنځ د سولې سلا لاره هواره کړي.

د گل ـ دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ، ښاغلی دراني د هیواد نه بهر له وتلو منع اعلان کړ او ویې ویل چې له هغه به، د دې کتاب په اړوند، پوښتنې گرویږنې وشي. په همدغه ورځ، نوموړی د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر، GHQ ته هم د پوښتنو لپاره غوښتل شوی و.

د کتاب منځپانگه

"د جاسوسي پیښو تاریخي بیان: را، آیي اېس آیي، او د سولې باطل تصور" نومی کتاب، په هند کې د هارپرکالینز امریکایي خپرندویه کمپنۍ چاپ کړی چې اووه بابه، او له تعلیقاتو (اپنډېکس) او سریزو په غیر، ٢١١ مخه لري. دا کتاب اوس مهال د آمزان پر ویب سایټ، په ١٨.۴۴ ډالره پلورل کیږي.

کتاب د ډائیلاگ په شکل لیکل شوی چې په هغه کې هندی لیکوال او ‏خبریال، ادیتیا سینها، د منځگړي کردار لري.

په دې کتاب کې د هند او پاکستان د استخباراتو د ادارې پخواني مشران، پر گڼ شمیر موضوعاتو غږیدلي دي، لکه: د پاکستان د ریاست ترشا حقیقي پټه واکمنه ډله، د آیي اېس آیي، را، او سي آیي اې ترمنځ اړیکې، په افغانستان کې استخباراتي جگړې، د کشمیر د پیښو رازونه، د پرویز مشرف او نریندرا مودي سیاستونه، پر ممبئی باندې برید او په کې د حافظ سعید لاس لرل، په پاکستان کې د کلبوشن یادو کیسه، او داسې نور مهم موضوعات.

د کتاب له چاپیدو وروسته، ریټایرډ جنرل، اسد دراني، پخپل هیواد پاکستان کې تر سختو نیوکو لاندې راغی. پوځ د هغه پرخلاف کاروایي شروع کړې ده او دا پلټنې به د خلکو له سترگو پټې روانې وي.

کله چې د هند د استخباراتو پخوانی رئیس، امرجیت سنگهـ دلت د اسد دراني له دې حاله خبر شو، نو ډیر سخت خفگان یې وښود.

امرجیت سنگهـ وویل: «هغه څه چې موږ په دې کتاب کې وویل، په دې منظور و چې د هند او پاکستان ترمنځ لیونتوب یا جنون، باید ختم شي، خو فکر کوم چې اول باید دا جنون په پاکستان کې ختم شي.»

ددغه کتاب په موضوعاتو به بیا هم رپورټونه ولرو، او په راتلونکې اونۍ کې به یې پر یوې موضوع رڼا واچوو.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG