لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ: د ایي اېس ايي پخوانی مشر دې له ملک نه بهر تگ ته پرېنښودل شي


د ایي اېس ایي پخوانی مشر، ریټایرډ جنرل اسد دراني
د ایي اېس ایي پخوانی مشر، ریټایرډ جنرل اسد دراني

د پاکستان پوځ نن د گل ـ دوشنبې په ورځ د داسې یوې محکمې د جوړېدو دستور ورکړ چې هغه به د ايي اېس ايي د پخواني مشر، ریټایرډ جنرل اسد دراني په تازه چاپ شوي کتاب کې افشا شوي رازونه وپلټي. پوځ همدا راز له حکومت نه غو‍ښتي چې د اسد دراني نوم دې له هیواد نه د وتلو د منعه شوي کسانو په لیست کې شامل کړي.

اسد دراني د ١٩٩٠ کال د اگست له میاشت نه بیا د ١٩٩٢ کال د مارچ میاشتې پورې، د پاکستان د استخباراتو ادارې یا ايي اېس ایي مشر پاته شوی و. هغه په دې وروستیو کې د هند د استخباراتي ادارې (را) له پخواني مشر، امرجيت سينګهـ دلت سره په يو شمېر جنګي رازونو په ګډه کتاب ليکلی دی.

دغه کتاب چې (سپايي کرانيکلز: را ، ايي اېس ايي اېنډ ایلوژن اف پيس) نوميږي پکې د اسد دراني په اړوند د ترهګرۍ، کشمير د لانجي، ممبۍ ترهګر بريدونو او يو شمیر جنګي چالونو په اړه څرګندونې شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر نن په یو جاري شوي بیان کې وویل چې ریټایرډ جنرل اسد درانی جي اېچ کيو ته وبلل شو چې د (سپايي کرانيکلز) کتاب په اړوند سپيناوی وکړي.

د بیان له مخې، «یوه رسمي د پلټنې محکمه چې مشریي یې د یو برحاله لفټیننټ جنرل پرغاړه وي»، د ښاغلي دراني اړوند قضیه به په تفصیل سره وڅیړي. د دراني د نوي چاپ شوي کتاب پر خلاف، یو شمیر پخواني پوځي افسرانو په ټلویژنونو کې هم بحثونه کړي او پر ښاغلي دراني یې نیوکې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG