لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او ایران، گوادر ته نږدې د چابهار بندر د منصوبې گړندي کولو ژمنه وکړه


د ایران ولسمشر حسن روحاني او د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرامنیم جی شنکر ـ تهران
د ایران ولسمشر حسن روحاني او د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرامنیم جی شنکر ـ تهران

هند او ایران پر دې موافقه وکړه چې د چابهار بندر د پراختیا کار چټک کړي. دا خبره د هند خارجه وزیر، سوبرامنیم جی شنکر، نن د گل/دوشنبې په ورځ، ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې وکړه.

چابهار د ایران یو مهم تجارتي بندر دی چې د پاکستان د غربي سرحد په نږدې سل کیلامټره واټن کې پروت دی او جوړول او پراختیا یې، د هند، ایران، او افغانستان د تجارت یوه مهمه گډه منصوبه گڼل کیږي.

کله چې امریکا د ایران د ٢٠١٥ کال له جوهري لوظنامې څخه ووت او پر ایران یې تېرکال یوځل بیا بندیزونه ولگول، که څه هم د چابهار بندر منصوبه پکې استثنی گرځول شوې ده، خو بیا هم د دې بندر د پراخولو چارې ودرېدلې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جی شنکر تهران ته د خپل دوه ورځېني سفر په پای کې، په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې د ایران او هند مشترک کمیشن، نن یوه ډېره گټوره ناسته ترسره کړې ده. جی شنکر زیاته کړې: "زمونږ د همکارۍ پر ټولو اړخونو مو بیا نظر واچوه. پر دې مو توافق وشو چې زمونږ د چابهار منصوبه دې گړندۍ کړی شي."

امریکا پر ایران باندې د جوهري پروگرام له امله یې، سختې پابندۍ لگولي دي، مگر په چابهار منصوبې یې پابندي ونه لگوله، دا ځکه چې چابهار بندر د افغانستان د اقتصاد دپاره ډېر مهم دی او پاکستان ته د افغانستان ضرورت کموي. افغانستان اوبو ته لاره نه لري، او تر دې وروستیو کلونو پورې د ټرانزیټ تجارت په برخه کې د پاکستان محتاجه و. خو اوس یې نورې لارې پیدا کړي او کوشش کوي چې د پاکستان له محتاجه ځان نور هم خلاص کړي.

پاکستان، که څه هم خپله د هند او افغانستان سره د تجارت غوښتونکی دی، مگر افغانستان ته په آسانه اجازه نه ورکوي چې د واگه بندر یا کراچۍ بندر له لارې دې هند سره تجارت وکړي.

د ایران صدر حسن روحاني د گل/دوشنبې په ورځ د هند له بهرنیو چارو وزیر سره یو مشترک خبري کنفرانس ته خبرې وکړې او ویې ویل چې د چابهار منصوبه به په سیمه کې تجارت پیاوړی کړي.

حسن روحاني زیاته کړه: "د چابهارـ زاهدان رېلوې بشپړول، او د ایران له قامي رېلوې سره د هغه نښلول، کولای شي چې د چابهار بندر حیثیت سېوا کړي، سیمه ییز تجارت کې انقلاب راولي، او مرسته وکړي چې تجارتي مالونه په یوې ارزانه او لنډه لاره انتقال پیدا کړي."

روحاني دا هم وویل چې د سیمې په کچه امنیت ساتل هم د ایران او هند ترمنځ د خبرو مهمه موضوع وه.

د امریکا لخوا پر ایران باندې د لگېدلو پابندیو له امله، هند هم له ایران نه د تیلو اخیستل بند کړي دي، چې په دې سره د ایران په آمداتو کې نقصان رامنځته شوی دی. خو د دې مشکلاتو سره سره، هند او ایران اوس د چابهار منصوبه پراخوي چې گټه به یې افغانستان ته هم ډېره وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG