لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران: ځواکونه مو د امریکا له جنګي جهازونو سره په مقابله کې راغلي و


دا عکس له هغې ویډیو اخیستل شوی چې امریکا خپره کړې، او امریکایي جهاز ته د ایراني بیړیو نږدې کېدل ښيي
دا عکس له هغې ویډیو اخیستل شوی چې امریکا خپره کړې، او امریکایي جهاز ته د ایراني بیړیو نږدې کېدل ښيي

د ایران انقلابي دستې (سپاه پاسداران) د اتوار/یکشنبې په ورځ دا ومنله چې دوی تېره هفته په خلیج فارس کې د امریکا له جنګي سمندري جهازونو سره په مقابله کې راغلي و. سپاه پاسداران د کومو شواهدو نه بغیر، دا دعوه کړې چې په دې پېښه کې اول مقابله امریکایي ځواکونو پیل کړې وه.

دا پېښه د چهارشنبې/شورو په ورځ مخې ته راغله او د امریکا سمندري ځواکونو یوه ويډیو خپره کړه چې په کې وړې تېزرفتاره ایرانۍ بیړۍ د امریکا جنګي جهازونو ته د نږدې کېدو په حال کې ښکاره کوي. دغه امریکایي جهازونه، کویټ نه نږدې د خلیج په اوبو کې فعالیت کاوه.

ایران وایي د دوی ځواکونه د مشق کولو په حال کې و چې "د امریکا د غیرمسلکي او پاروونکي اقداماتو" سره مخامخ شول. ایران دا دعوه هم کوي چې امریکاییانو د دوی خبرداریو ته پام ونکړ خو وروسته بیا ترشا شول.

د ایران سپاه پاسداران د خپلو دغو دعوو د اثبات دپاره کومه وېډیو یا بل ثبوت ندی وړاندې کړی. هغو دا دعوه هم کړې چې ګني د اپرویل په ۶مه او ۷مه، امریکايي ځواکونو د ایران د جنګي جهازونو مخه نیولې وه.

بل اړخ ته په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې دستې ویاند پیت پګانو ویلي: "امریکایي ځواکونو ته تعلیم ورکړل شوی چې په داسې حالاتو کې په مسلکي یا پروفېشنل ډول عمل وکړي."

د تېرې هفتې پېښه په داسې وخت کې رامخته شوه چې د کرونا وایرس د عالمي وبا د خپرېدو باوجود هم د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات پاتې دی. د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې، د امریکا په صدر ډونالډ ټرمپ باندې اعتراضونو ته دوام ورکړ او دعوه يې وکړه چې ایران به ډېر زر د وېنټلیټرو (د سا ورکولو ماشینونو) اېکسپورټ پیل کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG