لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران له امریکا او یورپي ملکونو سره د غیررسمي غونډې نه انکار وکړ


ایران د اتوار/یکشنبې په ورځ له امریکا او درې یورپي طاقتونو سره د ۲۰۱۵ کال جوهري لوظنامې په اړه د غیررسمي غونډې جوړولو نه انکار وکړ. هغه جوهري لوظنامه د ایران او پنځو نړېوالو طاقتونو ترمنځ دستخط شوې وه چې د اېټمي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه یې نیوله. وروسته امریکا د هغې لوظنامې نه ووتله، خو اوس د بایډن انتظامیه غواړي بېرته هغې لوظنامې ته شامله شي، مګر په دې شرط چې ایران د یورانیمو غني کول کم کړي.

ایران اوس وایي چې مخکې تر خبرو، د جو بایډن انتظامیه باید هغه اقتصادي پابندۍ لېرې کړي کومې چې په یو اړخیز ډول یې په ایران لګولي دي.

د ایران د خارجه وزارت یو ویاند وویل چې د امریکا، برطانیې، فرانس، او جرمني «وروستیو اقداماتو او بیاناتو ته په کتلو سره، ایران نه انګیري چې دا دې له دغو ملکونو سره د یوې غیررسمي غونډې دپاره ښه وخت وي.»

دا غیررسمي غونډه د یورپي اتحاد د خارجي سیاست مشر وړاندیز کړې وه. ایران وايي چې جوهري منصوبې یې پرامنه مقاصدو دپاره دي.

د بلې خوا د وایټ هاوس یو ویاند د اتوار/یکشنبې په ورځ ایران ته په غبرګون کې، د مایوسۍ اظهار وکړ خو زیاته یې کړه چې امریکا آماده ده چې په یوه ګټوره ډېپلوماسۍ کې ښکېل شي او دواړه خواوې د جوهري لوظنامې عملي کولو خوا ته ستانه شي.

وایټ هاوس دا هم وویل چې امریکا به د آینده ګامونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څلورو دایمي غړو – برطانیې، چین، فرانس، او روس – او پرې دپاسه د جرمني سره مشورې وکړي.

د دې نه علاوه، امریکا د کم از کم پنځو امریکاییانو د برخلیک په اړه چې په ایران کې یرغمل پاته دي، هم د ایران له حکومت سره خبرې پیلې کړي ډي.

بل اړخ ته صدر بایډن په ایران باندې پوځي فشار زیات کړی او تېره هفته يې په شام کې په یو بلډېنګ باندې چې د امریکايي پوځ په باور ایران پلوه ملېشې هلته وې، د هوایي بمباریو امر وکړ.

امریکا وایي دا حملې د هغو میزاییلونو په انتقام کې و چې په عراق کې د امریکا په مراکزو ویشتل شوي و.

په لندن کې مېشته د شام د بشري حقونو څارونکې ډله وایي چې د تېرې جمعې په ورځ شام کې د دغو حملو په نتیجه کې کم از کم دوه ویشت (۲۲) ملېشه جنګیالي وژل شوي دي. د امریکا دفاع وزارت لا د دغو شمېرو پخلی ندی کړی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG