لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر بایډن: په شام کې امریکايي حملې د ایران دپاره خبرداری دی


صدر بایډن

د امریکې صدر جوبایډن ویلي په شام کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه د ایران دپاره خبرداری دی چې که د امریکې د مفاداتو مخالف د وسله والو ډلو ملاتړ نه پرېږدي نو د سختو نتایجو سره به مخامخ شي.

د جمعې په ورځ یو خبریال د جوبایډن نه پوښتنه وکړه چې په شام کې د امریکايي بریدونو اجازت ورکولو د لارې هغه څه پېغام لېږل غوښتل نو امریکايی صدر وویل هېڅ څوک دې هم دا نه ګڼي چې د چلند نتېجې به یې مخې ته نه راځې نو ځکه د احتیاط نه کار اخیستل پکار دي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د امریکې د دفاع وزارت، پېنټکان، ویلي په خیتځ شام کې د امریکې د هوايی بمبارۍ دلاسه ځېنې ودانۍ تباه شوي خو هدف یې دا نه و چې هغه وسلوالې ډلې دې لمنځه یوړل شي چې په عراق کې د حملو ملاتړ کوي.

د پېنټاګون وياند جان کربي وویل په شام کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ حملې د صدر جوبايډن په لارښوونه شوي او د ايران ملاتړې ملېشه پکې په هدف شوې ده.

ای پي د صدر ټرمپ د حکومت مامورینو په شام کې د هوايي بمبارۍ دفاع کړې او دا یې قانوني او مناسب بللی ده.

تراوسه دا نه ده مالومه شوې چې په عملياتو کې څومره تاوان اړول شوی خو ويل شوي په عملياتو کې د اړي ګړي کمېدو خیال ساتل شوی دی.

ای پي وايي د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس ځینو غړو په شام کې د پوځي عملیاتو مخالفت وکړو. دا لومړي ځل دی جوبایډن د صدارت سنبالولو ورسته په شام کې پوځي عملیاتو اجازت ورکړو.

ای پي وايي که د ډېموکرېټک پارټۍ ځینې غړو په شام کې عملیاتو مخالفت کړی نو د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس ځینې غړي یې په حق کې وو.

د ورجینیا ریاست د ډېموکرېټک پارټۍ د سېنټ غړي ټېم کېن وویل که غیر معمولي حالات نه وي نو د کانګرس د منظورۍ نه بغیر جارحانه پوځی ګامونه د ايين خلاف ورزي ده. د کنېټیکټ ریاست نه د ډېموکرېټک پارټۍ سېنټر کرېس مرفي وویل صدر ته پکار وو چې د کانګرس یې منظورې اخیستی وی. د سېنټ د پوځي خدماتو کمېټۍ غړی اود اوکلاهوما ریاست د ریپبلېکن سېنټر جېم اېنهوف د صدر بایډن د فېصلې حمایت وکړو او ویې وېل امریکایانو د تحفظ دپاره صدر مناسب ګام اخیستی دی.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي هم د جمعې په ورځ خبریالانو سره خبرو کې په شام کې د پوځي ګام دفاع وکړه او وې وېل صدر د امریکايي ځواکونو په دفاع کې خپل ايين اختیار استعمال کړی دی.

XS
SM
MD
LG