لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر بایډن: د اېټمي معاهدې په اړه ایران سره بیا خبرو ته تیار یوو


صدر بایډن

صدر جوبایډن د جمعې په ورځ وویل په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ د مخنیوي په خاطر امریکا رضامندي لري چې د کال ۲۰۱۵ اېټمي معاهده د بیا راژوندۍ کولو دپاره ایران سره خبرو وکړي.

صدر بایډن د برلن سکیورټي کانفرنس ته د انټرڼېت دلارې خپل تقریر کې د ایران سره د خبرو په باره کې وویل چې په منځني خیتځ کې د سټرېټيجک غلط فهمۍ او د غلطیو خطر د کمولو دپاره د شفافیت او د روابطو ضرورت دی.

د صدر بایډن د خبرو نه څو ګڼې وړاندې د ایران خارجه محمد جواد ظریف وویل که چېرې امریکا یې په هېواد لګول شوي پابندۍ لېرې کړي نو ایران به هغه ګامونه بېرته واخلي چې د اېټمي معاهدې په ضد یې اخیستې دي .

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ هغه حکمنامه څرګندوي چې ترمخه یې امریکا د ایران د اېټمي معاهدې نه ووتله
پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ هغه حکمنامه څرګندوي چې ترمخه یې امریکا د ایران د اېټمي معاهدې نه ووتله

جواد ظریف د ټوېتر دلارې وویل چې په ایران دغه پابندۍ د صدر بایډن پېش رو صدر ډانلډ ټرمپ بیا لګولې کله چې هغه امریکا د ایران د اېټمي معاهدې نه ووېستله.

صدر ټرمپ د ایران د اېټمي معاهدې سخت مخالف و او وېل به یې چې دغه معاهده د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نه نیسي. ایران وايي اېټمي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ایران سر د خبرو شروع کولو د صدر بایډن اراده د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د تګلارې ردونه ده چې غوښتل یې چې د سخت فشار دلارې په منځني ختیځ کې ایران یوازې او اېټمي پروګرام یې کمزوری کړي.

صدر بایډن د برلن غونډې ته وویل چې د سفارتکارۍ او د همکارۍ دلارې د اېټمي وسلو د خورېدلو مخه نیول کېدی نو د هغه په قول "مونږ ځکه بیا مذاکراتو ته تیار یوو."

د ایران سره د مکالمې دپاره د تیارۍ ترڅنګ صدر بایډن دا ژمنه هم وکړه چې په منځني ختیځ کې د هغه په قول د ایران د بې ثباتۍ فعالیتونو مخه نیولو دپاره به د يورپ او نورو اتحادي ملکونو سره په شریکا کار کوي.

محمد جواد ظريف
محمد جواد ظريف

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ به په ایران د ترهګرۍ د ملاتړ او په مبینه توګه د مزایلو د غېرقانوني پروګرام د چلولو الزام پورې کولو، په کال ۲۰۱۸ کې یې د ایران سره اېټمي معاهده ماته کړه او په تهران یې اقتصادي بندیزونه بیا پرځای کړل.

د امریکې نه علاوه روس، چین، برطانیه، فرانس او جرمني هم د ایران د اېټمي معاهدې فریقېن وو او ایران سره یې لوظنامه په ځای ساتلي.

ناقدین وايي صدر جو بایډن ته نه دي پکار چې هېواد د ایران سره په معاهده کې بیا شامل کړي.

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې فاوڼدېشن فار ډیفنس اف ډېموکرېسیز څېړونکی بهنېم بن تلېلوو وايي د کال ۲۰۱۵ نه پس په منځني ختیځ کې حالات بدل شوي دي او بله دا چې ایران هم د معاهدې خلاف وزرۍ کړي دي.

ایران وايي امریکا دې د دې میاشت د دروېشتمې نېټې پور ې په ایران پابندۍ ختمې کړي ګڼي نو ایران به د ملګرو ملتونو د اېټمې ادارې په معاینه کوونکو بندیز ولګوي.

XS
SM
MD
LG