په وېسټ بېنک کې د جمعې په ورځ د اسرایلي عسکرو په ډزو ۱۵ کلن فلسطينې هلک ووژل شو. دا خبر رویټرز خبري ادارې د فلسطیني صحت وزارت له قوله ورکړی.
د اسرایل د پوځ ترجمان وویل د رپورټ په اړه معلومات کوي.
د رویټرز ترمخه په وېسټ بېنک کې د جمعې په ورځ تشدد هغه وخت راوپارېدو چې فلسطینیانو په نابلس کې د اسرایلي ابادکارۍ په ضد احتجاج کولو.
د عیني شاهدینو په وېنا فلسطینیانو په احتجاج کې ټایرونو ته اورونه واچول او اسرایلي عسکر یې په کاڼو وویشتل په ځواب کې اسرایلي ځواکونو د اوښکو ګېس، د ربر او د ټوپک ګولۍ وچلولې.
فلسطینې صحت وزارت وویل ۱۵ کلن هلک چې د احتجاج په مهال زخمي شوی و په هسپتال کې یې ساه ورکړه.
د اسرایل د پوځ ترجمان وویل د ۱۵ کلن هلک د وژل کېدو د رپورټ په اړه معلومات کوي.
تېره میاشت په غزه کې د اسرایل او حماس ترمنځ د جګړې په مهال په وېسټ بېنک کې هم اړی کړی راپورته شوی و او رویټز وايي په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.