لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل او غور کې په لمونځ کونکو ځانمرګي بریدونه شوي


په افغانستان کې چارواکو ویلي نن د جمعې په ورځ په کابل او غور ولایت کې د لمانځه په مهال په جوماتونو کې ځانمرګي بریدونو کې یو شمیر کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې یو ځانمرګي بریدګر نن د جمعې په ماښام د کابل ښار دیارلسمې حوزې مربوط د دشتي برچې په سیمه کې د "پل خشک" د "امام زمان" په نوم د شعیه مسلمانانو په یو جومات کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد الوځولي چې له امله یو شمیر لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د خپرونو رئیس محمد اسماعیل کاووسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویلي تر اوسه د کابل امبولانس په واسطه د برید له ځایه لس مړي او اوه ټپیان روغتونونو ته لیږل شوي دي.

د پیښې یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوه بریدګر د لمانځه پر مهال د امام زمان جومات ته ننوتي وو او کله چې لمونځ کوونکي پر لمانځه ولاړ وو، یو بریدګر په ځان پورې تړلي مواد وچول.

د دغې عیني شاهد د ادعا له مخې بل بریدګر له حملې وروسته له جومات څخه تښتیدلی دی. دغه تن وايي چې په دې برید کې شاوخوا ٣٠ تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې یو امنیتي چارواکي راېټرز خبري ادارې ته ویلي چې امنیتي چارواکي سیمې ته رسیدلي او لږ تر لږه ٣٠ مړي یې د جومات نه را ایستلي دي.

خو دا شمیرنې د عامې روغتیا د وزارت له خوا لا تر اوسه نه دي تائید شوي. همداشان د کورنیو چارو وزارت تراوسه په دې حمله کې د یو حمله کونکي تائید کړی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

د افغانستان غور ولایت
د افغانستان غور ولایت

غور کې د سني مذهبو په جومات کې ځانمرګی برید شوی

بل خوا د غور ولایتي چارواکي وايي چې نن مازیګر د دغه ولایت د "دولینه" په ولسوالۍ کې یو ځانمرګي بریدکوونکي په یو جومات کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي چې له امله یې لږ تر لږه لس لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید دولینه ولسوالۍ د "خواجه ګان" د کلي په جومات کې د جمعې د ورځې په مازیګر شوی دی. هغه وویل چې دا برید د سني مذهبو په جومات کې شوی دی.

د غور د والي د ویاند د وینا له مخې، په دې جومات کې د فضل الاحد په نوم د افغان حکومت یو پلوي سیمه ییز قوماندان د خپلو وسله والو سره لمونځ کاوه چې پرې برید وشو.

ښاغلي خطیبي وویل چې په دې برید کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم چې د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی. د غور یو شمیر مدني فعالان د مړو شمیر د دغه شمیر څخه زیات ښيي.

د غور د دولینه ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکز فیروزکوه څخه ۶۵ کیلومتره لرې په لویدیځ کې پرته ده. تر اوسه ددغه برید مسولیت هم کومې ډلې نه دی اخیستی.

د وي او ای اشنا ویب په مننه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG