لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى به راتلونکې مياشت کې صدر اوباما سره ليدنه کوي


کې ښاغلي پنيټا دالقاعده، طالبانو او دپولې دپورې غاړې ميشته ؤ نورو تندروه ډلو دخاتمې لپاره پاکستان څخه دنورو گامونو اخستو غوښتنه وکړه
کې ښاغلي پنيټا دالقاعده، طالبانو او دپولې دپورې غاړې ميشته ؤ نورو تندروه ډلو دخاتمې لپاره پاکستان څخه دنورو گامونو اخستو غوښتنه وکړه
افغان صدر حامد کرزي وئيلي دي چې په راتلونکې مياشت کې به هغه دامريکا صدر براک اوباما سره افغانستان کې دجگړې دختميدو وروستو دامريکا په کردار واشنگټن کې خبرې اترې کوي.
دامريکا ددفاع دوزير ليون پنيټا سره يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال حامد کرزي وويل صدراوباما او هغه به دکال 2014م ددسمبر په مياشت کې دلويديز جنگي مشن دخاتمې وروستو افغانستان کې دپاتې کيدونکو امريکائي ځواکونو دشميرې په اړه خبرې اترې کوي.
حامد کرزي وويل په دې خبره پوهيږي چې د2014م څخه وروستو په افغانستان کې پاتې کيدونکو امريکائي ځواکونو ته دافغانستان دقوانينو څخه استثنا ورکول دواشنگټن لپاره ارزښت لري خو زياته يې کړه چې دجگړې وروستو دامريکا په کردار خبرو اترو کې هغه خپل اوليتونه لري.
امريکائي چارواکو وئيلي دي چې افغانستان به نۀ پريږدي او نۀ به دغه جگړه ځپلى هيواد دالقاعده خوندي ځالې جوړيدو ته ورکړي، امريکائي چارواکو دا نۀ ده په ډاگه کړې چې بايد د2014م څخه وروستو په افغانستان کې په څومره پيمانه پوځيان پريښودل شي.
پخپله وينا کې ښاغلي پنيټا دالقاعده، طالبانو او دپولې دپورې غاړې ميشته ؤ نورو تندروه ډلو دخاتمې لپاره پاکستان څخه دنورو گامونو اخستو غوښتنه وکړه .
هغه وويل پاکستاني مشرانو اکثره( دترهه گرو په ضد) دکارروايۍ کولو ژمنه کړې خو دغسې يې وروستو نۀ دي کړي او ددغه شان کارروايۍ پرته افغانستان کې امنيت نۀ شي ټينگيدى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG