لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په قبایلي ضلعو کې دې قابل ججان او پولیس افسران وگمارل شي، د پاکستان چیف جسټس غوښتنه


د پاکستان پارلېمنټ تېر کال په ائین کې د ٢٥ ترمیم دلارې قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړې. د قبايلي ضلعو اوسېدونکي اوس په صوبايي اسمبلۍ کې نمایندگي لري

د پاکستان د سپریم کورټ مشر جسټس اصف سعید کهوسه ویلي په قبایلي ضلعو کې د ښه عدالتي او پولیس نظام پرځای کولو دپاره دې هلته تر ټولو قابل ججان او پولیس افسران ولېږل شي دا ډول د سیمې ولس ته معلومه شي چې حالات بدل شوي دي.

په اسلام اباد کې د ججانو د تربيي مرکز جوډیشل اکېډمي کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ غونډې ته د سپریم کورټ مشر جج وویل کله چې د پخوانۍ فاټا علاقو په خېبر پښتونخوا کې انضمام وشو نو د پېښور هايي کورټ مشر ته یې وویل چې قبایلي ضلعو ته دې بهترین ججان ولیږي.

جسټس اصف سعید کهوسه زیاته کړه د قایلي سیمو په خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو وروسته یې د صوبې د پولیس مشر ته هم وویل چې خپل بهترین افسران دې قبایلي ضلعو ته ولېږي چې دا ډول د سیمې ولس ته معلومه شي چې د وړاندې په مقابل کې "دا بهترین نظام دی،" چې د چیف جسټس اشاره په پخوانۍ فاټا کې د انگریزانو د وخت قوانینو او روایاتو ته وه.

په خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو نه وړاندې پخوانۍ قبایلي سیمې د انگریزانو د وخت اېف سي ار قانون لاندې وې. د قانوني ماهرینو او د انساني حقونو فعالانو ترمخه د اېف سي ار لاندې د سیمې اوسیدونکو نه یوازې گڼ شمیر بنیادي انساني حقونه نه درلودل بلکې دغه علاقې د پاکستان د نورو برخو نه په تعلیم او اقتصادي پرمختگ کې هم شاته پاتې وې.

د پاکستان پارلېمنټ تېر کال په ائین کې د ٢٥ ترمیم دلارې قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړې. د ائیني ترمیم وروسته، مومند، باجوړ، خېبر، اورکزۍ، کرمه، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان د خېبرپښتونخوا ضلعې شوې.

که څه هم د موجوده حکومت مامورین وايي د دغو ضلعو پرمختگ ته ترجیح ورکولو خبره کوي خو د سیمې ځینې مشران وايي د حکومت ډیر لوظنونه لا نه دي عملي شوي.

تېره هفته د مومندو ضلعې نه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي نثار مومند وي او ای ډیوه ته وویل په علاقه کې د تعليم، صحت او نورو بنيادي اسانتياؤ ته ترجیح ورکول پکار ده خو هغه زیاته کړه په دې برخو کې څه پرمختگ نکاري. هغه وغوښتل چې حکومت دې دعوؤ په ځای په قبايلي ضلعو کې عملي ګامونه پورته کړي.

د واک من پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر او د قومي اسمبلۍ سپېکر اسد قیصر تیره هفته په مردان کې یوې غونډې ته وویل حکومت د قبایلي ضلعو کې اصلاحاتو او د دې علاقې پرمختيا ته لمړيتوب ورکوي. هغه وویل حکومت په قبایلي ضلعو کې د کار روزګار د زمينو برابرولو دپاره ګامونه پورته کوي.

هغه ويلي په قبايلي سيمو کې اصلاحات کول د دوی په لمړيتوبونو کې شامل دي او دوی د سيمې د اولس د پرمختيا او خوشحالۍ دپاره ټولې ممکنه هڅې کوي.

د پاکستان تحريک انصاف د مرکزي حکومت او خېبرپښتونخوا حکومت چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې په قبایلي سيمو کې د پرمختيا دپاره ځانګړي اقدامات کوي خو د سيمې خلک او منتخب استازي د حکومت دغه دعوې ردوي.

د مومندو قبايلي ضلعې نه د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړي نثار مومند وايي، د تحریک انصاف د حکومت واکمن تل تشې دعوې کوي په سيمه کې يې هيڅ پرمختيايي کار نه دی شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG