لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومند ايجنسۍ : دتندلارو بريد کې دوه عسکر وژل شوي دي


مومند ايجنسۍ : دتندلارو بريد کې دوه عسکر وژل شوي دي
مومند ايجنسۍ : دتندلارو بريد کې دوه عسکر وژل شوي دي

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې چارواکي وائي د نهې په ورځ په درنو وسلو سمبالو گڼ شمير جنگيالود امنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړى چې پکې دوه عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د مليشه ځواکونو يو مقامي مشر شاکرالله له مخې دگل په ورځ د20ؤ څخه زياتو وسله والو جنگيالو دمومند ايجنسۍ په شيټائي کلي کې دايف سي په چيک پوسټ په خودکاره وسلو سره حمله وکړه چې پکې 2 عسکر ووژل شول او 6 ژوبل شول.
دمليشه ځواکونو وياند ميجر فضل الرحمان په پوسته دتندلارو دبريد پخلى کړى او وائي دمرگ ژوبلې پخلى کولى شي.
تيره اوونۍ په مهمند ايجنسۍ کې دځانمرگي بريد له امله خواؤشا 50 کسان وژل شوي وؤ.
اخوا دمقامي پوليسو ديو مشر وارث خان وينا ده دنهې په ورځ دپيښور سره نزدې په بډهـ بيره سيمه کې خواؤشا 5ؤ وسله والو دغازي بابا په مزار بريد کړى اودمزار ساتونکي 3 کسان يې وژلي دي.
بل لوري ته پوليس وائي دپيښور سره نزدې دچارسده روډ په ناگمان سيمه کې دپوليسو په يو گاډى دسړک دغاړې بمي چاؤدنه ترسره شوې چې پکې يوه ښځه ژوبل شوې ده.
دپوليسو يو مشر غفور خان په دغه هکله وئيلي دي کومه ښځه چې په دغه بمي چاؤدنه کې ژوبل شوې دهغې گاډى دپوليسو دگاډي شاته وؤ.
دغه پيښې په داسې حال کې رامينځته شوي چې تيره ورځ هم اسلاميه ماډل هائي سکول دبس سره نزدې بمي چاؤدنه کې دبس ډرائيور وژل شوى ؤ او دوه ماشومان ژوبل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG