لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مومندو په غلنۍ بازار کې د لا درکه کسانو خپلوانو بیا احتجاج کړی، د لا درکه کسانو په اړه یې د معلوماتو غوښتنه کړې


د کمېشن لخوا جاري شوي په وروستي رپورټ کې وويل شوي چې د دوي مخې ته ورغلو دبې درکه کسانو 7088 پېښو کې یې 4976 قضيي هوارې کړي دي . د بې درکه کسانو دموندنې دپاره فعالیت کوونکي دا حکومتي شمیرې ناسمې ګرځوي

د خېبرپښتونخوا د مومندو ضلعې په غلنۍ بازار کې د ګل، دوشنبې، په ورځ سحر د لادرکه تنانو خپلوانو احتجاج وکړو اوغوښتنه یې وکړه چې د کلونو راهسې له درکه کسان دې راخوشې کړی شي۔

احتجاج کونکو وي او ای ډيوه ته وویل په تېره يو مياشت کې يي دا اوومه (۷) احتجاجي مظاهره ده خو غوښتنې يي لا هم نه دي منل شوي۔

د غلنۍ په احتجاج کې شامل امير افضل د ټېلفون د لارې وي او ای ډيوه ته وويل ورور يي د تيرو پينځو کالو راهسې ورک دی.

امير افضل وويل دوی ته چارواکو ويلي چې په غلنۍ جېل کې هم ورسره اته ديرش تنان دي چې لادرکه شوي وو خو حکومتي چارواکو ډيوه ته د دغې خبرې پخلی نه دی کړی۔

امير افضل وويل که د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو د احتجاجونو دا لړۍ په جاري ساتي۔ " پيځم کال روان دې چې رور مې ورک دی، دوي ما ته وایي چې وژلې مو دی خو زه ورته وويم چې که مړ دی نو څه ثبوت يي راکړئ."

د احتجاج کونکو د غوښتنو په اړه ځايي پوليس او ضلعي انتظامي ميډيا سره د خبرو نه ډاډه کوله خو د له درکه تنانو په اړه د پاکستان د پوځ ویاند په تېرو وختونو کې دعوه کړې چې ډېر بې درکه کسان وسلوال وو، هغوي د خپلو کورنیو د خبرولو بغېر خپل کورونه پرېیښي او په افغانستان کې پټ دي او یا د ناارامه بلوچستان په غرونو کې د خپلواکي غوښتونکو ډلو سره ملګري دي.

پوځ دعوه کړې وه چې په بلوچستان کې ځینې بې درکه کسان د امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې هم وژل شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فرورۍ په مياشت کې ويلي وو چې د بې درکه کسانو ستونزه به حل کړي خو په غلنۍ کې احتجاج کونکي د لادرکه تنانو خپلوان ويلي د دوی د کورنیو زياتره غړي د کورونو نه اوچت کړی شوي او يا په لوی ښارونو کې د مزدورئ د پاره د تلو سره د امنيتي ادارو لخوا اوچت کړی شوي دي۔

په احتجاج کې شريکې يوې ښځې ډيوه ته وويل ځوان زوي به يي کراچۍ کې رکشه چلوله خو اته کاله يي وشو چې لادرکه دی او د مړ ژوندي ورته هيڅ معلومات نیشته. " ما ته چې د خپل بچي نه مړ او نه د ژوندي پته راکړه او واړه بچي او پيغله ښځه يي راته ناست دي"

احتجاج کې شاملې يوې بلې ښځې ډيوه ته وويل خاوند يي مزدور کاره و د کلي نه قریباً اته کاله وړاندې لادرکه شوی دی، اوس یې د کور مالي حالت ډير خراب شوی، يو څلوارلس کلن ځوي يي د کور ګټي وټي زريعه وه خو څه موده وړاندې هغه هم يو حادثه کې ژوند د لاسه ورکړو او اوس سره د دوو لوڼو په ګرانه ژوند تيروي." خاوند به مې مزدوري کوله خو لادرکه شوی او اوس راته د بچو پالنه ډيره ګرانه شوې ده"

د مومندو په څېر په نورو قبائيلي ضلعو، بلوچستان او د ملک بيلا بيلو برخو کې وخت په وخت د لادرکه تنانو راخوشې کولو د پاره احتجاجي مظاهرې کيږي

په پاکستان کې په کال ۲۰۱۱ کې د لادرکه تنانو رامعلومولو د پاره يو سرکاري کمېشن هم جوړ شوی چې لادرکه تنانو خپلوان ورته خواست کوي او د هغوي رامعلومولو د پاره هلې ځلې کوي۔

د کمېشن لخوا جاري شوي په وروستي رپورټ کې وويل شوي چې د دوي مخې ته ورغلو دبې درکه کسانو 7088 پېښو کې یې 4976 قضيي هوارې کړي دي .

د بې درکه کسانو دموندنې دپاره فعالیت کوونکي دا حکومتي شمیرې ناسمې ګرځوي اؤ وایې چې ګرد هېواد کې د زرګونو په شمیر خلک بې درکه دي او د لا درکه تنانو شمېر د حکومتي شمېرو نه څو چنده زيات دې۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG