لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په مومندو ضلع کې خلک وايي د سلګونو په شمېره کې د سیمې اوسېدونکي لادرکه دي


داحتجاج کوونکو وېنا وه د خپلوانو د راتلو په انتظار يي صبر تمام شوی، په کورونو کې ورته د لادرکه تنانو مېرمنې، بچي، مېندې، خوېندې او وروڼه ناست دي او نور د هغوي خفګان نه شي زغملې

د خېبرپښتونخوا په مومندو ضلع کې د لا درکه کسانو د موندلو دپاره د احتجاج کوونکو وېنا ده چې د سلګونو په شمېره کې د سیمې اوسېدونکي د کلونو راهسې ورک او کورنۍ یې په غم او مشکلاتو اخته دي.

د زیارت، پنچشنبې، په ورځ د مومند ضلعې د تحصيل صافو اوسيدونکو د لادرکه تنانو د درک معلومولو د پاره احتجاج وکړو۔

داحتجاج کوونکو وېنا وه د خپلوانو د راتلو په انتظار يي صبر تمام شوی، په کورونو کې ورته د لادرکه تنانو مېرمنې، بچي، مېندې، خوېندې او وروڼه ناست دي او نور د هغوي خفګان نه شي زغملې۔

په پاکستان کې د لا درکه کسانو د حقونو فعالان او د کورنۍ ځینې غړي یې د خپلوانو د لا درکه کولو الزام په پوځ او په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ او دا خبره روي.

د مومندو په مظاهره کې د احتجاج کونکو وېنا وه چې د کوم تنظيم يا سياسي ګوند د سیوري لاندې نه دي راټول شوي بلکه پخپله يي یو بل خبر کړي او د صافو "خاخ" بازار کې یې احتجاجي ناسته وکړه۔

د احتجاج کونکو وېنا وه د مومندو په سلګونو تنان لا درکه دي چې زياته شمېره پکې د تحصيل صافو د اوسيدونکو ده چېرته چې د طالبانو کلک واک پاتې شوی او تر ټولو زيات پوځي عمليات پکې شوي دي.

د احتجاج کوونکو وېنا وه که چېرې خپلوان يي بېرته ستانه نه شي نو په پېښور او اسلام اباد کې به هم احتجاجي ناستي کوي۔

په احتجاج کې راغونډ شویو تنانو غوښتنه کوله د دوې خپلوان دې راخوشې کړې او که حکومتي ادارو په کوم تور نيولي نو عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي او مقدمې دې پرې جوړې کړې شي۔

په احتجاج کې شامل امير افضل وويل ورو يي خاصه دارو وو خو د تيرو څو کلونو راهسې له درکه دې او په کور يي دوه ښځې او بچي پاتې دي۔

د پاکستان د پوځ ویاند په تېرو وختونو کې دعوه کړې چې ډېر بې درکه کسان وسلوال وو، د خپلو کورنیو له خبرولو بغیر یې کورونه پرېښودي او یا خو په څنګلوري افغانستان کې پټ دي او یا د ناارامه بلوچستان په غرونو کې له خپلواکي غوښتونکو ډلو سره ملګري دي.

پوځ وايي چې په بلوچستان کې ځینې بې درکه کسان له امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې هم وژل شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فرورۍ په مياشت کې ويلي وو چې د بې درکه کسانو ستونځه به حل کړي

خو د صافو په احتجاج کې شامل يو بل تن رحمت الله د ټېلفون د لارې ډيوه ته وويل د کال ۲۰۱۸ نه راپدېخوا يي رور له درکه شوې دې، نامعلومه تنانو د کور نه تخولې وو خو له هم ورته درک نه دې لګېدلې

په احتجاج کې شامل يو بل تن شمس الرحمان وويل ورو يي په کالج کې د څورلسم جماعت زدکونکې کال ۲۰۱۶ کې د امنيتي ادارو لخوا د وجې وويلو نه بغېر اوچت کړې شوې دي او له هم لادرکه دې ۔

په پاکستان کې په کال ۲۰۱۱ کې د لادرکه تنانو رامعلومولو د پاره يو سرکاري کمېشن هم جوړ شوې چې لادرکه تنانو خپلوان ورته خواست کوي او د هغوي رامعلومولو د پاره هلې ځلې کوي۔ د کمېشن لخوا د تېرې مياشتې په رپورټ کې وويل شوي چې د دوي مخې ته ورغلو دبې درکیو کسانو 7088 پېښو کې یې 4976 قصيي هوارې کړي دي .

د بې درکه کسانو دموندنې دپاره فعالیت کوونکي دا حکومتي شمیرې ناسمې ګرځوي اؤ وایې چې ګرد هېواد کې د زرګونو په شمیر خلک بې درکه دي او د لا درکه تنانو شمېر د حکومتي شمېرو نه څو چنده زيات دی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

تړلي

XS
SM
MD
LG