لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په میانمار کې د پوځي کودتا پر ضد د خلکو احتجاجونه دوام لري


پس له هغه چې د میانمار پوځ په هغه هېواد کې د منتخبې مشرې آنګ سان سوچي پر خلاف کودتا وکړه او د هغې حکومت یې ړنګ کړ، دا دویمه هفته ده چې په میانمار کې ګڼ شمېر خلک په احتجاج راوتلي دي.

هغوی د خپلې منتخبې مشرې، آنګ سان سوچي آزادېدل او د جمهوریت بېرته بحاله کېدل غواړي.

د میانمار په لویو ښارونو، لکه منډالۍ، ناپیدو، او یانګون کې لسګونه زره کسان لارو کوڅو ته په احتجاج راووتل او په یانګون کې بیا یوه ډله بودایي ملایان هم ورسره مل شول. هغو د پوځ دا دعوه چې د نوامبر په انتخاباتو کې د آنګ سان سوچي د ګوند په ګټه ګني درغلي شوې ده، رد کوي.

یو بودایي ملا چې د پوځ خلاف په احتجاج راوتلی، وایي: «مونږ د جنرل نې وېن د واکمنۍ راهیسې د دغه ډول پوځي آمریت سره مخ پاته یو. هغوی د ملک چلولو دپاره قوت استعمالوي، او د هېواد وسایل د خپل ځان او خپلو کورنیو په ګټه کاروي. هغوی د شهریانو او د ملک د ترقۍ دپاره هېڅ ګټور کار نکوي. هغو وویل چې په اېلېکشن کې درغلي شوې، خو د پوځ یې په اېلېکشن څه؟»

جنرل مېن آنګ لېنګ د آنگ سان سوچِي د حکومت په ضد کودتا وکړه او اوس د میانمار پوځي آمر دی
جنرل مېن آنګ لېنګ د آنگ سان سوچِي د حکومت په ضد کودتا وکړه او اوس د میانمار پوځي آمر دی

د کودتا مشر، جنرل مېن آنګ لېنګ پر خپل دریځ کلک ولاړ دی. هغه په سرښار ناپیدو کې وویل: «د میانمار پوځ هر کله د شهریانو په خدمت کې دی. شهریان د مېندو په شان دي، د پلرونو په شان دي. پوځ همیش د قانون مطابق عمل کړی او د آئین متابعت یې کړی دی. پوځ ټولو ګوندونو سره د انصاف دپاره، انتخابات ترسره کړل.»

د میانمار د پایتخت په یوه بله برخه کې احتجاج کوونکو د آنګ سان سوچي او د هغې د پارټۍ په ملاتړ، ځینو سرې جامې اغوستې وې او پوځي کودتا سره د مخالفت په نښه یې، په درېیو ګوتو سلامي وهله.

مظاهرې ته څېرمه پولیسو د احتجاج کوونکو په وړاندې خنډونه جوړ کړي و او دا لیکنې هم لیدل کېدې چې که څوک د ټاکل شوې کرښې نه واووښتل، نو پولیس به ورباندې ډزې وکړي.

د نړۍ زیات شمېر مشرانو په میانمار کې کودتا غندلې ده، مګر د میانمار ګاونډیو هېوادونو هغه نده غندلې. د امریکا خارجه وزیر انټوني بلېنکن ویلي هغه په دا وروستو کې د چین په خارجه وزیر ټینګار کړی چې د میانمار کودتا دې وغندي.

XS
SM
MD
LG