لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټونه: په میانمار کې د اتوار په ورځ لسګونه احتجاج کوونکي ووژل شول


د میانمار نه راغلي رپوټونه وایي چې د هغه ملک امنیتي ځواکونو د اتوار/یکشنبې په ورځ یوازې د یانګون ښار په یوه څنډه کې لږ تر لږه نهه دېرش (۳۹) تنان وژلي او دوه ویشت (۲۲) نور یې زخمیان کړي دي. په نورو سیمو کې هم د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.

د فرورۍ میاشتې له کودېتا وروسته چې په میانمار کې د پوځي واکمنانو پر خلاف کومې مظاهرې روانې دي، کیدای شي چې دا تر ټولو خونړۍ ورځ وي.

د رایټرز خبري ادارې د سیاسي قیدیانو د مرستې انجمن له قوله رپوټ ورکړی چې په لاینګتایا سیمه کې چې یانګون ښار ته څېرمه پرته ده او چینایي کارخانې هلته دي، امنیتي ځواکونو په احتجاج کوونکو ډزې وکړې. داسې ښکاري چې چین د میانمار د پوځي حکومت ملاتړی دی. په لاینګتایا سیمه کې چارواکو پوځي قانون یا مارشالا لګولې ده.

رائټرز خبري اداره زیاتوي چې په میانمار کې د پوځ له اړخه یو چلېدونکي ټي وي ویلي، اول د کپړو او کیمیاوي سرې څلورو کارخانو ته اور واچول شو او بیا چې اور وژونکې ډلو غوښتل ځانونه د پېښې ځای ته ورسوي، نو شاوخوا دوه زره کسانو یې مخه ونیوله، نو بیا امنیتي ځواکونو د احتجاج کوونکو خلاف اقدام کړی دی.

د سیمې نه تور لوګي پورته کېدل، او د ځینو رپوټونو له مخې، دوه کارخانې سوځېدلي دي.

د میانمار د پوځي حکومت ویاند د اتوار ورځې د پېښو په اړه د پوښتنو جواب ندی ورکړی. د دې نه علاوه، د میانمار په نورو ښارونو او ښارګوټو کې هم شپاړس (۱۶) تنه احتجاج کوونکي وژل شوي دي. دا خبره د سیاسي قیدیانو د مرستې انجمن او یو پولیس افسر کړې ده. تر دې وړاندې، په میانمار کې سږکال تر ټولو خونړۍ ورځ د مارچ درېیمه وه چې په کې اته دېرش (۳۸) تنه مړه شوي و.

په میانمار کې چې پوځ په آنګ سان سوچي کودېتا وکړه او هغه یې ګرفتاره کړه، د هغې پېښې وروسته دا اوومه هفته ده چې د پوځي واکمنانو خلاف مظاهرې روانې دي. په دې موده کې پوځي واکمنانو، د سیاسي قیدیانو د مرستې انجمن په قول، یو سلو شپږ ویشت (۱۲۶) تنان وژلي او د خالي/شنبې ورځې پورې یې څه باندې (۲۱۵۰) نور ګرفتاره کړل.

د میانمار دپاره د اقوام متحده د سېکټري جنرل خاصې استازې کرېسټین شرانر د اتوار/یکشنبې په ورځ میانمار کې دوامداره تشدد په کلکو ټکو وغندلو. هغې په یو بیان کې ویلي: "د سیمه ییزو طاقتونو په شمول نړېواله برادرۍ ته په کار ده چې د میانمار له خلکو او د هغو له جمهوري پاله آرزوګانو سره د پیوستون/اتحاد په خاطر سره یوځای شي."

د میانمار د ړنګ کړی شوي پارلېمان غړو په پټه د مان وېن کاینګ په نوم یو کس د نګران غیرپوځي حکومت مشر په توګه ټاکلی دی، خو دا مشر او ډله یې پټ دي. پوځ اعلان کړی چې دا کسان ګني ترهګر یا تروریستان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG