لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولېسو په نیویارک کې د پروني بريد کونکي نه پلټنې پیل کړي دي


پولېس وايي دا معلومول غواړي چې سېف اللو سېپو حمله په څه مقصد کړې ده
پولېس وايي دا معلومول غواړي چې سېف اللو سېپو حمله په څه مقصد کړې ده

پولېس په نیویارک کې د هغه تن نه پلټنې پیل کړي دي چې د ترهگرۍ په حمله کې یې په لارویانو خپل ټرک ورخیژولی او اته تنان یې وژلي دي. پولېسو د پېښې د ځايی نه داسې دستاویزات ترلاسه کړې دي چې مشکوک تن پکې د داعش سره د خپل تړون څرگندونه کړې ده.

د نیول شوي تن شناخت د ٢٩ کلن سېف اللو سېپو په نوم شوی دی او په خټه ازبک ښودل شوی دی. دی په کال ٢٠١٠ کې امریکې ته راغلی او په امریکا کې یې په مستقل ډول د وسیدو سند یا گرین کارډ اخیستی دی.

د نهې، شه شنبې، په ورځ سېف اللو سېپو په نیویارک کې په لاره تلونکو خلکو او د سکول یو بس سره خپل ټرک ټکر کړو چې له امله یې اته تنه ووژل شو. یولس نور کسان زخمیان دي.

حمله کونکي د تښتېدو کوښښ کولو چې پولېس ویشتلو او په زخمي حالت کې یې ونیولو.

پولېس ویلي په تفتیش کې دا معلومول غواړي چې سېف اللو سېپو حمله په څه مقصد کړې ده.

په نیویارک کې د حملې د موقعې داسې یو لیک یا نوټ ترلاسه کړی دی چې سېف اللو سېپو پکې داعش سره د خپل تړون اظهار کړی دی.

داعش د حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستي.

د نیویارک گورنر اینډریو کومو سي این این ټي وي ته ویلي دغه یو "بزدله" تن دی چې داعش سره تړون لري او د هیواد دننه تندوره شوی دی.

کله چې د پولیسو د مشر نه یو کس دا وپوښتل چې داسي اوازې دي چې دغه حمله کونکي د یرغل نه مخکې د الله اکبر نعرې وهلي نو هغه په ځواب کې وویل چې تر اوسه پورې چې څومره تحقیقات شویدي، د هغې نه داسي څرگنده شویده چې دا یو ترهگریز برید و.

ښاغلي اونیل وویل چې پولیس نه غواړي د حمله کونکي په اړه معلومات څرگند کړي. د نیویارک گورنر وایي چې داسې ښکاري دغه حمله کونکي په یواځې سر دغه کار کړیدی.

د امریکا صدر ډانالډ‌ ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي دي چې "مونږ به د اسلامي دولت ډلې ته چې په منځني ختیځ او نورو سیمو کې مو ورته ماتې ورکړیده، اجازه ورنکړو چې بیرته راشي او یا امریکا ته رادننه شي."

د نیویارک ښاروال ویلي چې دغه یوه "بزدلانه ترهگر برید" وو.

یو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط ویلي چې برید کونکی د ازبکستان دی چې په ٢٠١٠ کال کې امریکا ته راغلی و. دغه حمله کونکی سیف الله حبیب الله ایوچ سائپوف نومیده
د دې حملې نه مخکې تیر کال په اروپا کې هم دغه ډول ټرورسټي بریدونه شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG