لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان به په اسدالله خالد دشوي بريد گډې پلټنې کوي


صدر حامد کرزى او اصف علي زرداري
صدر حامد کرزى او اصف علي زرداري
پاکستان او افغانستان تيره اوونۍ دافغانستان داستخباراتي شبکې په مشر اسدالله خالد دترسره شوي ځانمرگي بريد په گډ ډول په پلټنو کولو اتفاق کړى دى.
انقره کې دپاکستان، افغانستان او ترکي ددرې فريقي غونډې څخه وروستو جاري شوې اعلاميه کې وئيل شوي دي چې دپاکستان او افغانستان په اړونده ايجنسو مشتمله يوه گډه کاري ډله به په اسدالله خالد دترسره شوي ځانمرگي بريد دمعاملې جاج اخلي.
تيره اوونۍ کابل کې اسدالله خالد په يو ځانمرگي بريد کې سخت ژوبل شوى ؤ چې له دې وروستو افغان صدر حامد کرزى تور لگولى ؤ ددغه بريد منصوبه دپاکستان په کوئټه ښار کې جوړه کړل شوې وه، خو پاکستان دغه تور رد کړى.
صدر اصف علي زرداري وويل دافغانستان داستخباراتي شبکې په مشر بريد دهاغو عناصرو کارروائي ده څوک چې دواړه هيوادونه په گډډول کار کولو ته پريښودل نۀ غواړي.
هغه وويل پاکستان دتندلاريتوب سوچ ته دماتې ورکولو اراده کړې ځکه چې دترهه گرۍ له امله پاکستان او افغانستان دواړو ته زيان رسيدلى.
هغه وويل مونږ دترهه گرو په ضد موثرې کارروايۍ کوؤ او ځکه هغوي دځوابي کارروائيو په کولو سره مونږ ته زيان رسوي.
دايوان صدر ديو بيان ترمخه صدر اصف علي زرداري دامنيت دټينگښت او ثبات لپاره سيمه کې دترکي دقيادت دستائينې کولو په ترڅ کې وويل افغانستان او په پراخه کچه سيمه کې امن او ثبات دپاکستان،افغانستان او ترکي لپاره اوليت لري.
دهغه وينا وه پاکستان په دې خبره پوخ باور لري چې افغانستان کې امن او ثبات دپاکستان پخپله قومي گټې کې دى او ځکه پاکستان په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دټولو هڅو ملاتړ کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG